محمد شاکر حبیب یار –
قدرمنو وطنوالو!
السلام علیکم ورحمته الله و برکاته؛
لکه څنګه چې به مو لیدلي وي په دې ورستیو کې یو څو هغه کسان چې د پوهنې نظام څخه یا د فشار په علاقمندۍ او یا هم د کاري ظرفیتونو او مهارتونو د نه درلودلو له کبله له دندې څخه لرې شويدي، د بې بنسټه او د حقیقت څخه لرې لیکنو په ذریعه د پوهنې د پیاوړي نظام د بدنامولو هڅه یې پیل کړېده.
باید عرض کړم چې د پوهنې مدبر وزیر په خدای دوسته او وطن پرست ټیم کې، کله هم مفسد، ناکاره او شریرو افرادو ته چې کله ځان د ژبې دکاندار بولي او کله هم د یو او بل توکم ټیکدار، ځای نشته. همدا لامل دی چې د معارف سریع منزل او بې سارې لاسته راوړنې زموږ له قدرمنو هېوادوالو او نړیوالو څخه پټې نه دي. هر څوک که په افغانستان کې د انکشاف خبره کوي که دوست دی او که دښمن، خوښه یې ده او کنه، د لاسته راوړنو د لړلیک په سر کې یې معارف یادیږي.
البته ددې نتایجو تر شا خامخا څه فکتورونه او عوامل شته: په نورو به یې په یوه بل مناسب وخت کې خبرې وکړم اما یوه یې دلته ډیره اړینه بولم چې د معارف نوښتګر او متفکر وزیر د امورو د موفقیت لپاره د واحد، مومن، خدمتګار، ملي او متعهد کاري ټیم د خپل ستراتیژیک مدیریت په رآس کې راولي او هیڅکه د ناکاره او مفسدو انسانانو لپاره په خپل ټیم کې د کار زمینه نه برابروي. د پوهنې پیاوړي وزیر دا پایله درلودونکی مدیریتي مهارت تل په خپل مسلکي کاري ژوند کې ساتلی دی . ښاغلي فاروق وردګ صیب د سویډن په کمیټه کې درنو هیوادوالو ته څه د پاسه لس کاله د صحي او پوهنیزو خدمتونو د رسولو جوګه ؤ او د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې د وطنوالو د درد دوا کولو په موخه خپل ژوند وقف کړی دی.
د ملګرو ملتونو په انکشافي اداره کې د ښه مدیریت او رهبریت د درلودلو په نتیجه کې د نړۍ په سطحه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د غوره لسو کسانو یا (Top ten) لست کې راغلی چې د ګران افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی.
– د اساسي قانون د لويې جرګې عالي مدیریت .
– د ۲۰۰۴ کال د جمهوري ریاست د لمړیو او تاریخي ټاکنو اداره.
– د چارو د ادارې او وزیرانو شورا د دارالنشآ ریاست.
– د لمړي پارلماني وزیر په حیث د هغه ملي نهاد ایجادول او اداره.
– د پوهنې وزارت کې انقلابي بدلونونه او بې ساري پرمختګونه .
– د لس ګونه ملي او نړیوالو جرګو او کنفرانسونو مدیرت او رهبري .
پورته ټولې لاسته راوړنې د یو ملي، غښتلي، پرکاره او متعهد کاري ټیم د درلودلو په پایله کې ترسره شوي او د موفقیت راز یې همدا دی .
بیا هم تکراروم چې مفسدو او ټمبلو مامورینو ته د ښاغلي وردګ په ټیم کې هیڅکله ځای نه ؤ . هغه کسانو چې کله په بې خبرۍ سره دده په ټیم کې د کار کولو موقع لاسته راوړې ده – څرنګه چې د ده ټیم او چاپېریال؛ خدای ، وطن ، انسانیت او افغانیت ته په کلکه ژمن جوړ شوی و، د نامتعهده او مفسدو خلکو ګذاره پکې نه ترسترګو کېدله او ناچاره شول چې وتښتي.
پدې توګه شړل شویو کسانو ته دومره وایم چې تاسو هڅه کوئ څو د هیواد ځلانده ستوری او د وطن ملي رهبر تاسو ته مخاطب شي، خو زه دا وایم چې هغه به هیڅکله هم خپل قیمتي وخت د تاسو غوندې بې شخصیته او ناکاره انسانانو د مقالو لوستلو او هغه ته په ځواب ورکولو ضایع نه کړي.
درنښت
————————————-
د لیکوالو نظر د دوی شخصي نظر څرګندوی. تاند د چا د نظر ملاتړ یا مخالفت نه کوي.
محمد شاكر جانه؟
داجه ته د مدافع وكيل به توكه تول تورونه جه به وزير صاحب معارف لكيدلي اوتا رد كري أودّ تورونولكيد لو خلكوته دي سبكي كلمي استعمال كري زه به هم تا سره همنوا شم به لاندي شرط
١- كه ستاخبري واقيعت ولري لطفاء دمحترم وزير صاحب داراي منقول وغير منقول ليست جه دولت له خوا ثبت شوي دخلكو مخ ته وأجوه كه جيري ثبت داراءي نه وي كري دا يوه خبله منفي باينتونه أودّ ادعا كوندو ادعاوي حقيقت لري
٢-كه جيري لور بوري جوكي حزب إسلامي أعضاؤ نه وي أشغال كري بياهم دهغو ادعاوي خنسي كوى
٣لطفاء صرف دكابل دولايت ابتداءي ،منخني ،او ليسي بايد عليحده،عليحده ليست كي شاملي شي بيا وكتل شي داندول له طرفه جه دبشتوزبي تعداد مكتبونه زياددي اوكه ددري زبو
داكه ته وواءي جه دكابل دخلكو زبه دري بايد به دري زبه زياد مكتبونه ولري دا دمنلو ور نه ده داخكه جه كابل ،بايتخت او مركزدي دلته دمشته أطرافه بشتنو نفوس زياد دي ونسبت دري زبوته
دا اندول رامنخ ته كري بيا مونز قضاوت كولي شو جه وكيل صاحب مدافع بر حقه دي يا زمونز انتقاد كونكي ورونه