په تخارکې د ۲ ښوونځیو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
تخار: د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د مخدوم عبدالله او د بهارک ولسوالۍ د شور قدوق د لومړنیو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غه دواړه ودانۍ په یوه – یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د المان هېواد په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړې شوي، چې ۲۰۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
یاد هر ښوونځی ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د ودانیو د پرانیستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تخار ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
کندز کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
کندز: د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د لرخابي د نجونو لېسې نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د المان هېواد په مالي مرسته نوې ودانۍ د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې څه باندې ۳۵۴ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
د یاد ښوونځي له جوړېدو سره د ۹۳۰ ښځینه زده کوونکو د لوست خونو ستونزه هواره شوې.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د احاطې دیوال او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د کندز د پوهنې رییس، د سیمې مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د کلشردکا لېسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
لغمان: د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د کلشردکا هلکانو لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پوهنې وزارت د کیفیت لوړولو ملي پروګرام (اېکویپ) لخوا د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
د یاد ښوونځي له جوړیدو سره د نژدې ۵ سوه زده کوونکو لپاره خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی دی.
د لغمان پوهنې رییس په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د یاد ښوونځي ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د لغمان د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په بلخ ولایت کې د یو ښوونځي د جوړېډو کار پیل شو
بلخ: د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ قزل قلعه منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ښوونځي نوې یو پوړیزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوه نیم جریبه ځمکې کې، چې دسیمې د یو تن پو هنپال لخوا معارف ته ډالۍ شوې، جوړېږي، چې ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې به ولري.
نوې ودانۍ د ملي پیوستون د پروګرام له لوري د ۶۵ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت، په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي، چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابه، د اوبوڅښکلو څاه، او نورې آسانتیاوې به ولري.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.