د لغمان په ولایت کې دیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

دلغمان ولایت دمركز اړوند د حکیم آباد لومړنيښوونځي نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي،  ۳ اداري خونې، یو کتابتون، لابراتوار د اوبو څښلو څاه، او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا ۹ میاشتېوخت واخیست.
په نوې ودانۍ څه باندې سل زره ډالره لګښت راغلی، چېد پوهنې وزارت دکیفیت لوړولو ملي پروګرام‎     (ایکویپ) لخوا ورکړل شوي دي.
دحکیم آباد په ښوونځي کې دا مهال څه باندې۳۳۱ زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په پکتیا کې د ښوونځیو د آمرینو د پوستونو لپاره ازموینه  واخیستل شوه

پکتیا:دپکتیاولایت د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو د  امرينو او نظارت غړود ګمارلو په موخه له ۴۰ تنو څخه از موینه  واخیستل شوه. له دغې ډلې به ۱۴تنه ‎د مرکز او اړونده ولسوالیو دښوونځیو د امرینو او نظارت غړوپه توګه وټاکل شي.
په هغه غونډه کې چي د پوهنې ریاستدغونډو په تالارکې  د نوموړې ازموینې د اخیستلو په مناسبت جوړه شوي وه د پوهنې وزارت د استازو په ګډون  د پوهنې  رئیس په دې ولایت کې د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دساحوي دفترکارکونکو او یو شمیر نورو دولتي چارواکو برخه لرله.
دغه ازموینه د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم  دیوې ځانګړې کمیټې ترپوره څارلاندې واخیستل شوه، چې دنتایجو له اعلانولو وروسته به د مرکز او اړوند ولسوالیو په ښوونځیو کې دمعاش او رتبو دنوي سیستم په اساسپه دنده وګمارل  شي.

د بادغیس ولایت د پنځوښوونځیو د انګړ د دیوالونو چارېبشپړې شوې

دبادغیس ولایت د قادیس ولسوالۍ اړوند د پنځو لیسو د احاطې دیوالونو دجوړولو چارېبشپړې شويدي
دغه دیوالونهڅلور سوه متره اوږدوالی او دوه نیم متره لوړوالی لري، چې په درې میاشتو کې یې چارې بشپړې شوي دي
پر دې پروژه ۸،۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د یونیسف موسسې لخوا ورکړل شوي دي. اوسمهال په دغوښوونځیو کې نژدې  څلور زره نجونې او هلکان پر زده کړو بوخت دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *