د پوهنې وزارت

په تخار

ې د یوه ښوونځي  نوې جوړه شوې  ودانۍ پرانیستل شوه

تخار: د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د زنبورک دکلي د لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غه ودانۍ په یوه  پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د المان هېواد په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۲۸۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راغلی.
ښوونځی ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې،  تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
د ودانۍ د پرانیستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تخار ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په غور ولایت کې د یو ښوونځی د جوړېډو کار پیل شو

غور: د غور ولایت دمرکز اړوند دچغچران ښار د سلطان شهاب الدین غوري لیسې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه نوې دوه پوړیزه ودانۍ به په پاخه او اساسي ډول د یو کال په موده کې  دجاپان هیواد په مالي مرسته د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په مجموعي لګښت جوړیږي ، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې، ۴ تشنابه، د اوبوڅښلو څاه، دزده کوونکو لپاره میزونه، څوکۍ، ورزشی لوبغالی او نورې آسانتیاوې ولري.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغور  ولايت والي سید انور رحمتي او  د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د بغلان دبي بي آمنې لیسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

بغلان: د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د بي بي آمنې دنجونو لیسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۱۴میلیونه افغانیو په مالي لګښت د سویډن ګمیتې په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
ددغې ودانۍ په جوړیدو سره  نژدې ۱۴۰۰ نجونو زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د بغلان پوهنې رییس په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د دغې ودانۍ ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، ۶ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې  جوړیدو  چارې یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د بغلان د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د لغمان دښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو ته دوه میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ جوړشو

د لغمان ولایت دمرکز او ولسوالیو دښوونځیو ۳۱۴ مدیرانو اوسرښوونکو  ته د ادارې او منجمنت دوه میاشتنۍ روزنیز  ورکشاپ جوړ شو.په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري کارونو د ترسره کولوپه تړاو روزنه ور کول کیږي او دا ور ښوول کیږي چې په څه ډول خپلې چارې ساده او ښې تنظیم کړي.
د لغمان په  عالی دارالمعلمین کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دپوهني رياست تدريسي مرستيال په  خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل  او د داډول ورکشاپونو جوړول يې دظرفيتونو د لوړولو په موخه ګټور وبلل .دپوهنې مرستیال دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د بحث وړ ټول  مسايل په پوره غور وڅاري او بيا يې په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي
دغه دولس ورځنی ورکشاپ دپوهنې ریاست په همکاری او د افغان پرمختیایی ادارې په مالي مرسته جوړ شوی .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *