دوشنبې، د لېندۍ ۱۰ مه- کابل
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام د فرمان له مخې محمد آصف ننګ د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او په دې توګه د یاد وزارت پخواني وزیر ښاغلي فاروق وردګ د وزارت له چارواکو او منسوبینو سره مخه ښه وکړه. په هغې غونډه کې، چې د پوهنې وزارت په تالار کې وشوه د وزارت په سلګونو منسوبینو او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.
د غونډې په پیل کې ښاغلي فاروق وردګ ګډونوالو ته وینا وکړه او په یاد وزارت کې یې پر خپلو تېرو 7 کلنو کړنو او لاسته راوړنو رڼا واچوله. هغه په ډېرې خوښۍ سره وویل، چې تر مشرۍ لاندې کاري ټیم یې خپلو نژدې ټولو موخو ته رسېدلی او حتی تر تمې ډېر کار یې کړی دی.
ښاغلي وردګ زیاته کړه: (ډېر خوښ یم چې اووه کاله وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له لوري د پوهنې د ستر کاروان مشري راکړل شوه او تر ننه مې په پوره رښتینولۍ او صداقت سره پر مخ بوتله، چې دا دی له ګڼو لاسته راوړنو او پرمختګونو سره یې خپل ځای ناستي ته پرېږدم. د پوهنې په برخه کې د تېرو ۱۳ کلونو د لاسته راوړنو شاوخوا ۸۰ سلنه په همدې دوره کې شوي، چې په کولو یې له لوی خدایه راضي یم او له امله یې له خپلو ټولو همکارانو او درنو هیوادوالو مننه کوم.)
ښاغلي وردګ د خپلو خبرو په پای کې د پوهنې وزارت نوي سرپرست ښاغلي محمد آصف ننګ ته د یاد وزارت د رهبرۍ د سپارلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ښاغلي ننګ د پوهنې په ستر کاروان کې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي چې باید ستاینه یې وشي.


ورپسې د پوهنې وزارت نوي سرپرست ښاغلي محمد آصف ننګ له ښاغلي فاروق وردګ څخه مننه وکړه چې په تېرو ۷ کلونو کې یې د پوهنې وزارت په پوره درایت او ځیرکتیا سره رهبري کړ. ښاغلي ننګ زیاته کړه: (په تېرو ۷ کلونو کې مې چې کومې تجربې د پوهنې په ډګر کې ترلاسه کړي، له هغو څخه په ګټې اخیستنې سره به د خپلو همکارانو او علمدوسته هیوادوالو په مرسته دپوهنې د پرمختګ په لاره کې شپه او ورځ کار وکړم.)
د غونډې په وروستۍ برخه کې د اسلامي تعلیماتو معین محمد شفیق صمیم د پوهنې وزارت د ټولو منسوبینو په استازۍ له ښاغلي فاروق وردګ څخه مننه او امتنان وکړ چې د پوهنې ستر کاروان یې د مینې او ورورولۍ په فضا کې د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره رهبري کړ.
په پای کې د پوهنې وزارت سلګونه منسوبینو ښاغلي فاروق وردګ ته د ګلونو د ګېډیو په ډالۍ کولو له هغه سره مخه ښه وکړه او د ژوند په ټولو چارو کې یې د بریالیتوب غوښتنه ورته وکړه.
ښاغلی فاروق وردګ چې د هیواد په کچه یې په مهمو پوستونو کار کړی، له ۱۳۸۷ کال راهیسې د افغانستان د پوهنې وزیر و. نوموړي د پوهنې وزارت په مختلفو برخو کې بې شانه لاسته راوړنې لرلي او په نړیواله کچه یې د افغانستان د پوهنې نظام ته سلګونه میلیونه ډالره مرسته جذب کړې ده.
په درناوي
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست
که له بخل او تعصب نه تیر شو د کرزی په اداره کی په رښتیا هم چی با کفایته اوبا استعداده وزیروو زه یی هم شخصا لوړ استعداد تاییدوم او امید دی چی وروڼه پښتانه یی په سمتی او ښخصی مسایلو پړ نکړی . زه یی ۱۰۰٪ دټولو جوانبو طرفداری نکوم خو که په اکثریت باندی قضاوت وکړو او ذکر شوی دوری دنورو وزیرانو سره یی مقایسه کړو نو په زغرده ویلای شو چی ډاکتر صاحب فاروق دلوړ شخیت او استعداد خاوند وو مننه ځینی کوم هر چیری چی وی ژوندی دوی. مصباح الدین عابد
که له بخل او تعصب نه تیر شو د کرزی په اداره کی په رښتیا هم چی با کفایته اوبا استعداده وزیروو زه یی هم شخصا لوړ استعداد تاییدوم او امید دی چی وروڼه پښتانه یی په سمتی او شخصی مسایلو پړ نکړی . زه یی ۱۰۰٪ دټولو جوانبو طرفداری نکوم خو که په اکثریت باندی قضاوت وکړو اود ذکر شوی دوری دنورو وزیرانو سره یی مقایسه کړو نو په زغرده ویلای شو چی ډاکتر صاحب فاروق دلوړ شخصیت او استعداد خاوند وو مننه ځینی کوم هر چیری چی وی ژوندی دوی. مصباح الدین عابد
اوس به دوړ بېرته خپل ټغر اوبي او د خپلې ګینۍ تیل به پلوري .
څه بدبخت وطن دی. فاروق وردک هم په کې اوه کاله وزارت وکړ، هغه وزارت چې یو وخت په کې ډېر لوی پوهان وزیران ول. فاروق وردک خو یې بیا هم بلا پسې چې یو څو این جي او ګانو کې خو یې کار کړی وو، په رب چې آصف ننګ خو یې بېخي شرمول کوي. د لیرې نه پنځه ورځو مخکې وخت خبره ده، له طلوع نیوز سره یې یو ګردی مېز وو، خوله یې بنده شوه خبرې یې نشوای کولی، نطاق ژر اوبه ورکړې، د اوبو په بهانه یې ځان خلاص کړ. ای زما وطنه څه بدبختو ته ورپاتې یې.
پوهان وایي چې دافرادو او اشخا صو نو مونه هم د انسان په شخصییت کې ډیر مهم رول لري ځکه نو مونه اکثرا د یوه ما شوم د زیږیدو له ما حول نما یند ه ګي کوي چې انسان په څه ډول یوه ما حول کې را لوی شوۍ ، که د جا نوم ګنډیرۍ وي او یا تمبه نو انسا ن حتما قضا وت کولۍ شي چا دا لمړۍ د ګوړې له ګني او دوهم د یوه جلب غوڅي غوا یه نوم دۍ چې قضا وت یې هم د غوا یه دۍ نو د غوا یه او ګنې ګر څخه ګیله په هیڅ صورت په کار نه ده ، مننه