د ۱۳۹۵ د لړم دولسمه په هېواد کې د افغان دولت له سترو لاسته راوړنو یو هم د پوهنې بې سارې وده ده چې اوس (راځئ چې سبق و وایو) تر شعار لاندې په میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ځي. په زرګونه ښوونځي بیا ورغول شول یا نوي آباد شول.
ماشومان د زړو سترنجیو پر ځای په لکسو او کاغذ پېچو چوکیو کینول شول. د ککړو خیمو ځای عصری څو پوړیزو ودانیو ونیوو. ماشومان کتابونو، قرطاسیو او بکسونو خښتنان شول. لنډه دا چې پوهنه د عصري تعلیمي سیسټم په قالب کې ځای شوه.
دغه مزل لا تر اوسه د پرمختګ څپې وهې .هر کال د معارف د ودې ګلچین ارقام اعلانیږي، چې موږ ورته بدبینه نه یو او دا د هېواد د پرمختګ پیلامه بولو. خو آیا یوازې کمیت په پام کې نیول د پوهنې مسیر د ودې د هرم څوکې ته رسولی شي؟ ډیر لیرې نه ځو د روانې میاشتې د لړم په اوومه نیټه د پوهنې وزارت خپله ومنله چې د معارف کیفیت خوندور نه دی او ټینګار کوي چې د شپږم ټولکې ۴۵ سلنه زده کوونکي د کتاب متن له مخې نه شي لوستلی.
ډیر عجیبه نه ده چې د پوهنې په برخه کې له دومره اوتو بوتو سره سره هم موږ څه ډول قشر ټولنې ته وړاندې کوو چې لا یې هم په لیک او لوست سر نه خلاصیږي.
د افغان بچیانو په برخه کې دا د پوهنې وزارت د بې باکۍ وروستۍ حد ښي، چې یوازې یې د کمیت شا نیولې او کیفیت ترې هیر شوی یا به یې هیڅ په کیسه کې نه وي. یا به دا فکر کوي چې ماشومان ښوونځیو ته ننوتل نور یې مسوولیت پایته رسیدلي.
بس ورځنۍ سناریو او ډارمه یې دا ده چې دومره شاګردان لرو، دومره ښوونځي آباد شوي او دومره کتابونه چاپ شوي.هغه چې وایي:هماغه زوړ ملا او زړې تراوي دي. اصلي پانګه چې تعلیم دی هیر کړې او سوداګرۍ ته یې مخه کړي له نړیوالومرستې پرې راټولې کړي، بیا مرستې د مافیایي کړیو په چاپ خونو او د ښوونځیو په ودانیزو پروګرامونو مصرف کړي او بس.
خیر دی د شاګردانو دې خدای مل دی.ابۍ مړه تبې یې وشکېدله. تر دې هم بدتر جګړې، مافیایي کړۍ، غربت او بیوزلي هغه ښارمران دي چې ماشومان یې په خپل اسویلي کې را اخیستي دي چې له امله یې د تعلیم وخت تري اخیستی، د زیاتې احتیاجۍ او لوږې له امله د ښوونځي ماشومان د مافیایي کړیو د روزمزد ښکار شوي، نو دلته ترې لیک او لوست دواړه پاتې وي یا ښوونځي ته ځي خو د زده کړې پر ځای یې د کورنیو ستونزو او لوږې خیالونه په ماغزو ورګرځي. یو بل دلیل یې هم زموږ په خیر خواه رسنیو کې د هندي، ترکي…..، سریالونو بې خرته خپرول دي چې شاګردان یې ځان ته ور مات کړي، هم یې وخت ور ضایع کړي او هم یې پر ذهن منفي اغیز پرې ایستلی چې کورنۍ یې د عامه ذهنیت په مهار او کنټرول کي عاجزه پاتې دي. لږ دې رسنۍ هم په خپل ګریوان کې وګوري چې له خپلې ټولنې او ماشومانو سره څومره زړه سوې لري.
که یې لرلی نو د ماشومانو د تمې خلاف به یې داسې څه نه خپرول چې د هیواد د تنکیو ځوانانو د زده کړو د هیلو بڼ یې د هوا او هوس پر ټپوسانو پرې تالا ترغه کړ. تر دې هم د شرم وړ څه شته،چې ځینې چارواکي بیا څه د غریب په کیسه کې دي که څنګه؟ بس په تعلیمي ډکر کې ورته خپل او خپلوان مهم دي او د غریب بچۍ به یې تر شا باډې ګارډ په څیره کې ولاړ وي. خپل خپلوان په د ترقۍ لوړې چوکې ته ورسوي او د غریب ماشومان به د غربت او بیوزلۍ کندې ته ورټیل وهي چې خپل ټول عمر به د هلاکت او دوامداره ځوریدو په همدې کنده کې ور لاهو کړي.
بیا به لیک او لوست په خپل ځای ترې پاتې شي او پوهنې وزارت به یې بیا د نا پوهۍ ډول ډول ګرافونه په خپل مزین رپوټ کې درج کړي چې په راتلونکي کې له معمول سره سم لکه د افغانستان ان جې او یې جګړه خپلې دوامداره مرستې پرې راټولې کړي. حکومت خو خپل ځان ملامت کړی، خو په دې معامله کې د حکومت مخالفین هم سپین بازان نه دي بس د خپلو بادارانو په فرمایش یا ښوونځي په بمونو الوزوي یا دې ته ټینګ ناست دې چې د خپل مهالویش مطابق د ښوونځیو دروازې په خپله خوښه قلف کولی یا خلاصولی شي. خو د ښوونځیو د خلاصولو نه یې د تړلو ریګارډ ډیر دی. جالبه خو دا ده چې قلف به یې هم د ګاونډي ساخت وي. ځکه هم خپل اولاد او هم د بل اولاد له تعلیمه محروم کړي.
دغه ده زموږ د مخالفینو توره چې دا پنځلس کاله یې وکړه. نو په داسې ګډوډیو کې تعلیمي نظام حال است و محال است و جنون! د پخوانیو حکوموتونو د معارف د ودې راز په څه کې ؤ آیا دوی کوم خارق العاده کار کړې ؤ. هغوی د ارقام پر ځای تر ډیره کمیت ته لومړیتوب ورکړی ؤ. ارقام یې عادي ګڼل خو هیله یې دا وه چې لوستې او اهل کسان ټولنې ته وړاندې کړي. شاګردان هم له دې امله چې د بیوزلۍ له سیوري وتښتي، ټول پام یې درسونو ته ؤ. اوس خو د غربت پایلې نالوستي کسان دي.
د عامه افغانانو ترمنځ د تعلیم روحیه ډیره پیاوړي وه. بل دا چې په ښوونځیو کې د استبدادي استادانو شتون چې په فزیکي ګواښ سره یې شاګردان سبق ته تنبیه کول. یو متل دی چې وایې: چیرته چې ډب وي هلته ادب وي. بل د شاګردانو ترمنځ سالم رقابت ؤ د دې لپاره چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي له یو بل نه مخکې کیدل او بل د سیمه ییزو، ژبنیو تعصباتو د خلاصون لپاره اړ وو چې سم تعلیم وکړي. او دارنګه د حکومت جدي توجه چې معارف ته یې لرله مجانې اختصاصي رشتو ته د وړ شاګردانو لیږل تر څو نور شاګردان دې ته ترغیب شي چې خپل ټول پام لیک او لوست ته ور واړوي. نو د داسې تشو په موجودیت سره آیا زموږ معارف د زوال په لورې نه دې روان دی؟ که غواړئ چې له دغه زوال نه ځان بچ کړو نو بیا باید په تعلیمي نظام کې کیفیت خپل شرط وټاکو.
نور له زیاتو ارقامو صرف نظر وکړو او په ضمن کې ښه مدیریت ته ترجیع او په ټول افغانستان کې تعلیم ته لاسرسي یو خیل وړاندې کړو. چیرې نه چې په یوه سیمه کې ښوونځي تړل کیږي او په بله کې کلنۍ درس روان وي.په تعلیمي نظام کې باید د نصاب انډول وساتل شي. حکومت باید نور ماشومان دې غربت، بیوزلۍ او مافیایي کړیو له منګولو وژغوري تر څو دوی یوازې د تعلیم مسیر انتخاب کړي او په ارامۍ سره خپل سرونه سبقونو ته تیټ کړي او رسنۍ باید خپل حد وپیژني د بیان له آزادۍ نه په ګټې اخیستو دې نور زموږ ماشومان نور نه ګمراه کوي. څومره چې د دوی سوداګریز اړخ خوښ دی هغومره دي لږ د ماشومانو پر راتلونکي باندې هم زړه وسوزي چې خدای مه کړه داسې فارغان ټولنې ته وړاندې شي چې د افغانستان څلویښت کلنو ناخوالو ته د پای ټکې ایښودو پر ځای نورې ناخوالې هم وزیږوي. افغانان باید په تعلیمي ډګر کې پر مخ لاړي شي او افغانستان د دنیا د سیالانو په قطار کې ودروي.
سلام
ډب او ادب په ښوونه او روزنه کې دسپلين يا بشپړ انضباط منځ ته راوړي دسپلين په هرکار کې معيار ټاکي معيار په هرکار کې کميت او کيفيت منځ ته راوړي او همدارنګه کميت او کيفيت کچه ټاکي او په زده کړو کې اهميت زيات دى چې تعليمي نصا ب پورې اړه لري دااټول بيا يو له بله سره په ترکيب او جوړښت کې د يو اوبل غړي دي
لکه چې وايي بني ادم يود بل غړي دي
چې په پيدايښت کې له يوه ګوهره دي
له بده مرغه سيا ست زموږ د ولس عمراني اوعرفاني برخې له سترو ستونزو سره مخا مخ کړې زموږ د ښۋونې اوروزنې معيار هغه وخت خراب شو چې د کابل پوهنتون په دهليزنو د کمونستانو د حوزو سازماني تبليغات، پوچ او بې مانا شعارونه را ننوتل ، د تعليم پرځاى دحکومت د ساتنې پيرې پيل شوي او عالي زده کړې يوازې په حاضري ورکولو پاى ته رسېدي دپاکستان جعل کاريو هم د ښوونې اوروزنې برخې له ستونزو سره مخامخ کړلې
د کرزي په توره دوره کې خو دوه مثاله چې کندهار او هلمند دى راشه د ښوونې اوروزنې حالت وڅېړه کميت او کيفيت خو لا په دوربين کې هم نهليدل کيږي.خو دلته په منطقي لحاظ ډيرې خبرې دي کمه يوه يي وژاړو زه نه پوهيږم کله چې د يوه ولس د ښوونې اوروزنې فرهنګ له يوه داسې کړکېچ سره مخامخ شي نو بيا په فرهنګي لحاظ ازادي څه مانا او بيان لاپسې څه شي دي؟
زه تاسره د کيفيت او کميت په برخه کې، د ښوونې اوروزنې د اهميت او معيار، دکچې او څيړنې په برخه کې منم او بايد په دې برخه کې کار اهل کارته وسپارل شي هسې لافې او شافې وهل او له احساساتو ډکې او غټې خبرې د بريا لاره نه ده.
وروڼو که ځیر شو ښوونه او روزنه لازم او ملزوم یا سره تړلی دی ، معلم او د ښوونی او روزنی غړی باید په تربیتی نقیصو یا مرضونو لړلی نه وی یا هرڅوک باید معلم نه وی .
معلم د بشریت حضرت محمد صلی الله علیه و سلم فرمایی:
انما بعثت معلما
او
انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق
نو معلمی عادی وظیفه او د عادی خلکو کار ندی، یو عادی فارمسیست یا یو عادی لیکوال چه په تنظیمی او جاهلی تعصباتو ککړ وی ددی کار تربیتی مسؤلیت نشی تر سره کولی یا عام فهم او ساده یی ووایم چه مفید تعلیم یافته انسان ټولنی ته نشی وړاندی کولی . مثلا کله چه خدای نخواسته کار دی ورسره پیدا شی چه سکرتر یا رئیس دفتر ته یی ورشی په هیڅ کی درته دروغ وایی او پوک ګری یی دپاسه ، دا ولی؟
دا ځکه چه جناب حاکم اعلی تعلیم و تربیه ، تربیه و اداره سالم ندارد.
نور د روغی تربیی نه غریب موارد لکه: ځینی
لیسانسه ، ماستر او داکتر ولی رشوت اخلی؟
همدوی ځینی ولی تنظیمی او جاهلی تعصباتو ته لمن وهی ؟
همدا ځینی ډګری ولی نور فسادونه او جنایات ترسره کوی ؟
او داسی نور سوالونه مطرح کیدای شی
ددی ټولو یواځینی دلیل تربیتی نقیصه ده .
نو ضروری خبره دا ده چه د ښوونی او روزنی او لوړو زده کړو وزارتونه او نوری اړوند اداری باید تربیتی اړخ ته جدی او شدیده توجه وکړی او تربیتی نظام هغه خلکو ته وسپاری چه لرونکی د روغ تربیت وی ،
نسازد علم بی اخلاق ،فخر مرد را ظاهر
ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
نو اداره او تربیت نباید هغه چا ته وسپارل شی چه فاقد یی وی ځکه بیاهم رسول الله صلی الله علیه و سلم چه تر ټول بشریت ، ښه تربیت یی بشریت ته عملا وړاندی کړی ، فرمایی: فساد العالم ، فسادالعالم
نو هغه عالم چه تربیتی نقص لری که صلاحیت ورکړی ټول عالم فاسدوی نواداره او تربیه باید تر ټولو ښو خلکو ته وسپارل شی او همدا د ټولنی او حکومت د اصلاح یواځنی لار ده ورنه فاسد ، فساد زیاتوی