۱۳۹۸/۳/۵ یکشنبه
د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي نن ورځ د پکتیا ولایت احمد خیلو ولسوالۍ ته سفر درلود، نوموړي ددې سفر په ترڅ کې د احمدخیلو نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
پوهنې رئیس په همدې مناسبت قومي مخورو ته په خبرو کې وویل:
(( مونږ له نېکه مرغه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې یو، په ودانیزه برخه کې مو زیات شمیر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې دغه دی نن ورځ مو د احمدخیلو نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره هم کېښوده دا ودانۍ به کمپلکس وي))
ددې تر څنک نوموړي وړاندې وویل چې هدف یې د ټولې پکتیا په کچه متوازن پرمختګ ته کار کول دي تر څو د ټول ولایت په کچه مساوي خدمتونه وړاندې شي.
قومې مخورو د پوهنې رئیس له چارو ستاینه وکړه او د نوموړي هڅې یې ددې سیمې د ابادۍ غوره زیری وباله، دوی ډاډ ورکړ چې د پوهنې په برخه کې د یاد ریاست سره همکار دي تر څو پوهنیزه کچه لا پیاوړې شي.
د یادولو وړ ده چې دغه ودانۍ به ۱۲ خونې ولري چې له دوو به یې په اداري او پاتې نورو څخه به یې په درسي چارو کې ګټه پورته کیږي،ش ددې تر څنګ دغه ودانۍ کمپلکس ده چې له مخې به یې ټولې اسانتیاوې لکه چاردیوالي، د اوبو منظم سیستم سربیره نورې اړینې اسانتیاوې هم ولري.
پوهنې ریاست مطبوعاتي دفتر