۱۳۹۲ د لړم ۱۲ مه

د هېواد د سړو سیمو د ښوونځيو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د وزارت د لاېحې پر بنسټ د کلنیو آزموینو نېټه په لاندې ډول ټاکل شوې ده.

۱ـ له لومړي تر شپږم ټولګي پورې کلنۍ آزموینې د روان ۱۳۹۲ کال د لړم په ۲۵ نېټه پیلېږي.
۲ـ له اووم تر دولسم ټولګي پورې کلنۍ آزموینې د روان کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه پیلېږي او دې همدې میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.
۳ـ خصوصي ښوونځي هم ددې خبرتیا تابع دي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *