د پوهنې وزارت

۱۳۹۲ د وري ۱۱

لکه څنګه، چې خبریاست راتلونکې شنبه، چې د وري له ۱۶ مې سره برابره ده، په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ورځ ده. له همدې امله د وزیرانو شورا د پرېکړې او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم د ښوونځيو ټولو مسوولینو، زده کوونکو او کورنیو ته خبر ورکول کېږي، چې د ټاکنو د لاښه ترسره کېدو، د ګرانو زده کوونکو او ښوونځيو د مصونیت او تعلیمی مراکزو پر وړاندې د هیواد د دښمنانو د ګواښونو د کمیدو په موخه ټول ښوونځي‎، سر له سبا (سه شنبه د وري له ۱۲ مې تر راتلونکې یکشنبه، چې د وري ۱۷ مه نېټه کېږي) رخصت دي.

د زده کړو بهیر به راتلونکې دوشنبه ( د وري ۱۸ مه) له مهال وېش سره سم بېرته پیل شي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *