د پوهنې وزارت
د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد د سړو سیمو ټولو دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو (عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو، تخنیکي او مسلکي زده کړو)  مسوولینو او ښوونکو ته خبر ورکوي، چې د تدریساتو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ څلور نیم میاشتنۍ آزموینې د روان ۱۳۹۶ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.
دغه راز د آزموینو له پای ته رسېدو سره سم د روان ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې د اوړي د ګرمۍ رخصتي په پام کې نیول شوې او د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته د زمري په ۱۱ مه نېټه تدریسي بهیر بېرته په عادي ډول پیلېږي. پوهنې وزارت دغه راز د ښوونیز نظارت عمومي ریاست ته لارښوونه کوي، چې په مرکز او ولایتونو کې د آزموینو له بهیر څخه جدي څارنه وکړي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *