په بلخ ولایت  کې د دوو ښوونځیو د جوړېډو کار پیل شو

بلخ: د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د احمدشاه مسعود او کمربند بابا یادګار منځنيو ښوونځيو د نویو ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د احمدشاه مسعود ښوونځي نوې یو پوړیزه ودانۍ به په پاخه او اساسي ډول په دوه جریبه ځمکې کې، چې دسیمې د خلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې، جوړه شي، چې رغنیزې چارې به یې یو کال وخت ونیسي.
په نوې ودانۍ ۱۳۳ زره امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د وسف جرمن موسسې لخوا ورکول کېږي. نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ۸ تشنابه، د اوبوڅښکلو څاه، دزده کوونکو لپاره میزونه، څوکۍ او نورې آسانتیاوې ولري.
د کمر بند بابا یاد ګار ښوونځي نوې ودانۍ په یو جریب ځمکه کې، چې د سیمې د یوتن پوهنپال لخوا معارف ته ورکړل شوې، په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
په نوې ودانۍ ۶۵ زره امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د کلیو د پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام پر غاړه اخیستي.
نوې ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نور ې اسانتیاوې ولري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې د جوړېدو چارې پای ته ورسېږي.
د نویو ودانیو پهه جوړېدو به شاوخوا ۵ زره تنه زده کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال رامنځ ته شي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بلخ  ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.


کندز کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
کندز: د کندز ولایت د مرکز اړوند میر غلام شهید منځني ښوونځي نوې ودانۍ له جوړېدو  وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۲۳۷ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت  د المان هېواد په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
د یاد ښوونځي له جوړیدو سره د ۳۸۰ ښځینه او نارینه زده کوونکو د لوست خونو ستونزه هواره شوې.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه، د کندز د پوهنې رییس پوهنیار محمد ظاهر نظم له  مرسته کوونکو د مننې ترڅنګ ددغه ښوونځي له اداري کارکوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د یاد ښوونځي ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د احاطې دیوال او نورې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.

د لوګرپه بره کي برک ولسوالۍ کې  ۵۴ تنه مسلکي ښوونکي فارغ شول
د لوګر په  بره کي برک ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې له څانګې څخه ۵۴ تنه نارینه  مسلکي استادان فارغ او نن د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
په هغو مراسمو کې چې فارغانو ته د بری لیکونو د ورکولو په تړاو د غازي امین خان لوګري په لیسه کې جوړشوي وو، د پوهنې ریاست د منسوبینو په ګډون د ښوونکو د روزنې رئیس مولوي محمد ایوب  شیرزاد، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکوګډون کړی وو.
دغو ښوونکو د دوو کلونو په ترڅ کې خپلې زده کړې د ساینس او ریاضي په برخوکې سرته رسولي، او د دوی له فارغيدو سره سم به په بره کي برک ولسوالۍ کی د مسلکي ښوونکو ستونزه تر ډېره بریده له منځه لاړه شي.
د یادولو وړده، چې په لوګرکې اوس مهال د یوعالي دارالمعلمین په ګډون په پنځو ولسوالیوکې د ښوونکو د روزنې الحاقیې شته، چې د پنځه سوه ښځینه محصلینو په ګډون په کې ۱۲۸۲ تنه محصلین زده کړې کوي.


د غور له دارالحفاظ څخه ۵ تنه فارغ شول
غور: د غور ولایت د چغچران ښار د مرکزي دارالحفاظ ۵ تنو د قران کریم حافظانو ته د فضیلت پګړۍ ور وتړل شوې.
دغو فارغانو ته د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې، چې د غور ولایت مسسولینو، سلګونو ديني عالمانو، د پوهنې رياست چارواکو  او قومي مخورو برخه اخيستې وه، د فضيلت د ستارونه ور وتړول شول او هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه دوعا وركړل شوه.

د ننګرهار د برګړوکو ښوونځي د احاطې د ېوال جوړ شو
د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالي د برګړوکو لومړني ښوونځي د احاطې دېوال د جوړولو کار پای ته ورسید.
پر جوړ شوي ۲۴۰ متره دیوال، ۷۰ متره استنادي دیوال او پنځه غرفې تشنابونو څه دپاسه دوه میلونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په جلال اباد کې د جرمن اګرواکشن موسسې له لوري ورکړل شوي دي. ددې دیوال او نورو ملحقاتو په جوړیدو سره د برګړوکو لیسې زده کوونکو ته تر ډېره بریده خوندي درسي چاپیریال برابر شوی دی.

په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *