په لوګرکې یوه زده کوونکي سکواټور جوړ کړی

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد د هلکانو لیسې یو تن زده کوونکي زین الله خپل جوړکړی سکواټور ماشین ‎نندارې ته وړاندې کړ.

زین الله د شپږم ټولګي زده کوونکی دی او سکواټور ماشین یې د ساینس مضمون له ورکړل شوې کورنۍ دندې وروسته په شپږو ورځو کې جوړ کړی.

د دې سکواټور په جوړولو کې د لرګیو له تختو، د پیچکاریو له سورنج او پیپونو څخه کار اخیستل شوی، چې د اصلي سکواټور په شان هر ډول حرکت کولای شي.

د لوګر د پوهنې رییس انجینر محمد اکبر ستانکزي وویل، چې دوی به د دې زده کوونکي د لاتشویق لپاره دغه سکواټور د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړومعینیت ته ولیږي او هلته به یې هم نندارې ته وړاندې کړي.

د زده کوونکي پلار نیک نامیر وویل، چې زوی یې د لوړ استعداد خاوند دی او پوهنې وزارت باید په بهرکې ورته د زده کړې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړده ، چې په لوګر کې دا لومړی ځل دی، چې د یوه ښوونځي زده کوونکی په خپل ابتکار سره دا ډول ماشین جوړوي.

په پکتیا کې د کثیر الرشتوي  زده کړو انستیتیوت او ۲ لېسې تاسیس شوې

 ‎د پکتیا ولایت د ګردیز په ښار کې د نجونو لپاره کثیر الرشتوي انستیتیوت او د زرمت او لجه منګل په ولسوالیو کې په لومړي ځل د كثير الرشتوي زده کړو تخنیکي‎ لېسِِِې تاسیس شوِې.

په هغه غونډه كې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتیا ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو سر بیره دپوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو پلاوي، لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو.

د سیمې خلکو د نویو تاسیس شویو لېسو و انستيتیوت جوړیدل د سیمې د ځوانانو لپاره مهم وبلل او تمه یې وکړه چې په دې توګه به د سیمې ځوانان په مسلکي برخو کې د روزنې لا زیات چانس تر لاسه کړي. په دې لېسو کې ۱۰۰تنه د نهم ټولګي فارغین اوسمهال پر تخنیکي او مسلکي زده كړو بوخت دي.

د لغمان دكليوالي ښوونځیو ښوونکو ته روز نیز ورکشاپ جوړ شو

د لغمان د مرکز او اړونده  ولسوالیو د کلیوالي ښوونځیو د پشه یي ژبې ښوونکو ته ۷ ورځنی میتودیک ورکشاپ جوړ شو.

په هغه غونډه کې چی د مهتر لام ښار د احمد شاه مسعود په تجربوي ښوونځي کې جوړه شوي وه، د پوهني ریس وویل، چې د هیواد د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې لومړنۍ زده کړې په مورنۍ ژبه تر سره کړي، پر همدې اساس پوهنې وزارت ژمن دی، چې زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي د ورکشاپ پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د پشه يي ژبې په تدریسي بهیر کې دوی ته ورپېښې ستونزې په ورکشاپ کې مطرح او د روزونکو پر مټ دې ورته حل لارې ومومي.

په دې اوه ورځني ورکشاپ کې د کلیوالي ښوونځیو ۱۳۵ تنه ښوونکي ګډون لري، چې د پشه یي ژبې په اړه روزنه ورکول کېږي.

په کلیوالي ښوونځيو کې هغو وړو ماشومانو ته زده کړې ورکول کېږي، چې د ښوونځي د لېرې والي له امله ښوونځي ته نشي تللی.‎ دوی ته په نژدې سیمو کې کورسونه جوړېږي او په هر ټولګي کې له ۱۰ تر ۲۰ زده کوونکي زده کړې کوي.

د لوګر ښځینه ښوونکو ته د لابراتوارکارونې په اړه روزنیزورکشاپ پیل شو

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د نجونو د یو شمیر ښوونځیو ښځینه ښوونکوته د لابراتوارکارونې  په برخه کې د عملي تجربو د زده کړې پنځلس ورځنۍ روزنیزورکشاپ ‎پیل شو.

دغه ورکشاپ د لوګر د پوهنې ریاست د ساینس آمریت لخوا په لاره اچول شوی، چې پکې ۱۲۰ تنه ښځینه ښوونکي برخه لري.

په دې روزنیز ورکشاپ کې ښوونکو ته د کیمیا، بیولوژي او فزیک مضمونونو د لابراتوار په برخه کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي، چې ښوونکي دغه مضمونونه زده کوونکو ته د تیوري ترڅنګ په لابراتوارونو کې د عملي لوست په ډول هم ور زده کړي.

د یادونې وړده ، چې تر دې مخکې د بره کي برک ولسوالی ښوونکو ته هم دا ډول ورکشاپ جوړشوی وو.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *