د کاپیسا په مرکز او ولسوالیو کې د برک موسسې په مالي مرسته د شپږو ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې. ددې ښوونځيو له جوړېدو سره نژدې ۳ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي.
په دغو ښوونځيو کې د لومړۍ او دویمې حصې او د مرکز د شیرخانخېل، سراج الدین د نجونو، ملاخیل، سربند، سوخته خیل او پوهاند عبدالرزاق ښوونځي شامل دي، چې د یو کال په موده کې به په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ ورته جوړې شي.
د یادو شپږو ښوونځيو پر نوې ودانیو څه باندې ۷۸،۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې هره یوه به یې ۵ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څښلو څاه، ۲ تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د کاپیسا د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د میر ولي د نجونو لیسې او د قریه کنده منځني ښوونځي نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې.
د واړو ښوونځیو ته په پاخه او اساسي ډول نوې یو پوړیزې ودانۍ جوړې شوي، چې هره یوه یې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې ،۵ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، میزونه،څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
پر جوړو شویو ودانیو څه باندې ۵۶۳ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې د المان هیواد د پراختیايي بانک له لوري ورکړل شوي دي.
په یادو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نویو ودانیو له جوړېدو سره ورته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
په دې اړه جوړوشویو مراسمو کې د تخار ولايت د مقام او د پوهنې ریاست مسوولینو، د دولتي ادارو یو شمیر کارکوونکو، قومي مشرانو، ښوونکو اوزده کوونکو ګډون درلود.
د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د منصور اباد لومړنی ښوونځی تاسیس او د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شو.
دغه ښوونځی د نوموړي سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو، چې له پرانیستلو سره یې د دې سیمې نژدې ۲۰۰ نجونواو هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره شوه.
د کندهار د پوهنې ریاست ددې ښوونځي د پرانیستو له امله د یادې سیمې اوسیدونکو ته مبارکي وایې، او له خلکو غواړي، چې د ښوونځي په عمر برابر خپل ټول ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
په هغه غونډه کې چې د دې ښوونځي د پرانیستو په اړه جوړه شوې وه، د کندهار د پوهنې ریاست مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکواو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۲۳ بابه ښوونځي شته، چې له ډلې یې ۲۰ بابه فعال او د تړلیو ۳ ښوونيځو د پرانېستلو په موخه د سیمې د اوسیدونکو او قومي مشرانو هلې ځلې روانې دي، چې ډېر ژر به د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي.
د لغمان ولايت د قرغیو ولسوالۍ د ښوونځیو ښوونکو ته د ساینسي مضامینو په تړاو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کې، چې د قرغیو ولسوالۍ ۴۸ ښوونکو پکې برخه اخیستې د ساینسي مضامینو په تړاو نوي روزنه ورکول کیږي.
ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ او د سویډن موسسې په مالي مرسته جوړ شوی دی. د نوموړي ولایت د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسوولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې وغوښتل، چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.