د پوهنې وزارت

په لغمان کې  د ۲ښوونځيو جوړې شوې ودانۍ پرانېستل شوې

لغمان: د لغمان ولایت د  قرغیو ولسوالۍ د ماشه خیلو د نجونو لیسه  او د مرکز اړوند دسلطان غازي بابا لومړني ښوونځي نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې.
دواړه ودانۍ ‎ د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول ‎په یوه یوه  پوړ کې جوړې شوي دي، چې هره یوه یې‎ ۸ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې،  يوكتابتون، يوباب لابراتوار ، 5 بابه تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، میزونه، څوکۍ او نورې اسانتیاوې لري‎.
پر جوړو شویو ودانیو څه باندې ۲۲ ميلونه او ۳۰۰ زره  افغانۍ  لګښت راغلی، چې د پوهنې دکیفیت دلوړولو پروګرام ( ایکویپ)  له لوري ورکړل شوی دی.‎
په یادو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۲۰۰  تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نویو ودانیو له جوړېدو سره ورته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان والي داکتر  فضل الله مجددي، دپوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود او دوی ټولو ددغو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول په سیمه کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په معنا وبلل.

په ننګرهار کې دښوونځي لپاره ځمکه ورکړل شوه

ننګرهار : د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ ۳ تنو اوسیدونکو خپله څلور جریب ځمکه د ښوونځي  دجوړ ولو لپاره  ډالۍ کړه، چې د کرنې د مسلکې لیسې لپاره به پرې ودانۍ جوړه شي .
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې پر ډالۍ شوې ځمکې به د کرنې ښوونځی جوړوي او له جوړېدو سره به یې ددې سیمې د هلکانو  لپاره دکر کیلې په برخه کې دمسلکي  زده کړو زمینه برابرشي.
دپوهنې وزارت له ورته کسانو مننه کوي او ژمنه کوي  چې د ښوونځیو لپاره د خلکو په اهدا شویو ځمکو کې به د سیمې خلکو ته ښوونیز مرکزونه  جوړوي .

د جوزجان په ولایت کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

جوزجان: دجوزجان   ولایت د شبرغان ښار د پروژه يي د منځني ښوونځي  نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي،  ۳ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېزونه ، څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې د جوړولو چارو یې شاوخوا یو کال  وخت وانیو.
په نوې ودانۍ۹۹ زره ډالره  لګښت راغلی، چې د پوهنې وزارت دپرمختایي بودیجي  څخه  ورکړل شوي دي.
د پروژه يي په ښوونځي کې دا مهال څه باندې ۵۲۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې دپوهنې وزارت دعمومی تعلیمات مرستیال غلام جیلانی همایون، دجوزجان د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *