په لوګرکې د عثماینه دارالحفاظ ته ودانۍ جوړیږي

د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د درالحفاظ نوې ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي، چې څه باندې ۶،۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، لس غرفې تشنابونه او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري، چې په جوړیدو سره به یې د دې سیمې شاوخوا ۴۰۰  تنو نجونو او هلکانو ته په دینې برخه کې د زده کړې لازم ښوونیز چاپیریال برابرشي.
د یادونې وړده ، چې اوس مهال په دې ولایت کې د دارالحفاظونو او دارالعلومونو په ګډون ۲۱ دیني مدرسې شته چې ۱۸ یې لاهم لازم ښوونیزچاپیریال نلري.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د دې دارالحفاظ په انګړکې جوړ شوي و، د پوهنې ریاست د منسوبینو په ګډون د یاد دارالحفاظ آمر حنیف الله مهمند، د سیمې دیني علمآوو ، قومي مشرانو، ښوونکو او طالب العلمانو ګډون کړی و.

د لغمان د تک لیسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لغمان: د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د هلکانو د تک لیسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ د څه باندې ۱۰۵ زره امریکايي ډالرو  په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختایی بودجې څخه د یو کال په موده کې جوړه شوې ده.
د دغې ودانۍ په جوړیدو سره  نژدې ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی.
د ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې  جوړیدو  چارې یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.
د لغمان د پوهنې رییس په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د ښوونځي له اداري کارکوونکو، زده کوونکو او د سیمې له مشرانو وغوښتل، چې د یادې ودانۍ ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د لغمان د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *