په جوزجان ولایت کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
جوزجان: د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ د اسلام قلعه د لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ښوونځي دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې د سولې د کمېټې لخوا د ۸ میاشتو په موده کې جوړیږي، چې ۱۸۰ زره ډالره لګښت پرې راځي. دغه ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ۵ تشنابونه، د زده کوونکو لپاره میزونه او څوکۍ او نورې لازمې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د جوزجان ولايت دپوهنې رئیس، د سیمې یو شمیر مخورو او قومي مشرانوګډون درلود.
د ننګرهار ولایت په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پیل شو!
د ننګرهار ولایت د تودو سیمو په ۱۷ ولسوالیو کې د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره نوی ښوونیز کال پیل شو. په دې اړه د جلال آباد ښار د بي بي حوا او ننګرهار عالي لېسو او د اصلاح په خصوصی لیسه کې ځانګړي مراسم جوړ شوي و.
د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، ددې ولایت د تودو سیمو ۵۹۹ ښوونځيو ته ۴۲۰ زره زده کوونکي، چې ۱۹۰ زره یې نجونې دي، د زده کړو د لاسته راوړلو په موخه روان شوي دي.
د دې ولایت د سړو او تودو سیمو په ۹۰۰ تعلیمي موسسې کې د ۱۴ زره ښوونکو له لوري ۸۳۰ زره زده کوونکي، چې ۳۲۰ زره یې نجونې دي، پر زده کړو بوخت دي.
د نوي ښوونیز کال د پیل په اړه جوړو شویو مراسمو کې لومړی ددې ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال استاد اول ګل ابو زاهد د ننګرهار په ولایت کې د روان ښوونیز بهیر په اړه هر اړخیزه مالومات وړاندې کړل. وروسته د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال خبرې وکړي او د نوي ښوونیز کال د پیل له امله یې ښوونکو او زده کوونکو ته مبارکي وویله. په پای کې د ننګرهار د پوهنې رییس پوهندوی الله داد اسمعیل زي له لوري د افغانستان د پوهنې وزیر پیغام ولوستل شو. چې په یوه برخه کې یې راغلي و، د پوهنې وزارت ویاړي، چې د هېواد په کچه یې نژدې لس میلیونه زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیاوې برابري کړي دي. د پوهنې وزیر د خپل پیغام له لارې د هېواد پر دیني عالمانو، قومي مشرانو او معارف پروره شخصیتونو غږ کړی، چې د ښوونځیو په ساتنه کې چې د دوی د اولادونو د زده کړې مرکزونه دي، خپلې مرستې ونه سپموي.
د یادولو وړ ده، چې نن د ننګرهار په ګډون د هېواد د تودو سیمو په ټولو ښوونځيو کې نوی ښوونیز کال پیل شو.
د غور ولایت د معارف ماستر ترینرانو ته ۱۴ ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو
غور: د غور ولایت د پوهنې ریاست ۸ تنو ماستر ترینرانو ته د ظرفیت لوړولو روزنیز ورکشاپ جو ړ شو. په دغه ۱۴ ورځني روزنیز ورکشاپ کې موثره ښوونه اوروزنه، په ښوونځي کې د ماشوم ونډه اخیستنه او یو لړ نور موضوعات ګډونوالو ته ورښول کېږي.
د غور د پوهنې رییس د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې دغه مهمې مسلې په ښوونځیو کې پلې کړي.
دغه ورکشا پ د پوهنې وزارت په همکارۍ او د کوار موسسې په مالي مرسته جوړ شوی.
سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ډول ورکشاپونو کې مسوولینو ته د نوې روزنې او ارزونې اصول ښوول کیږي، چې له دې سره به د ښوونې کیفیت لوړ او ښوونځي ته به د ماشومانو تګ زیات شي .
د لغمان په ولایت کې تخنیکی لیسه تاسیس شوه
لغمان: د لغمان ولایت په مرکز د مهترلام ښار کې تخنیکی لیسه تاسیس شوه.
په نوموړې لیسه کې دا مهال ۸۰ تنه د نهم ټولګي فارغانو نوم لیکنه کړې، چې په دریو څانګو (د موټر ترمیم، ماشین، برق) کې به څلورو کلنې مسلکي زده کړې وکړي.
د سیمې خلکو د دغې لیسې جوړیدل د سیمې د ځوانانو لپاره مهم وبلل او تمه یې وکړه، چې په دې توګه به د سیمې ځوانان په مسلکي برخو کې د روزنې لا زیات چانس تر لاسه کړي .
په هغه غونډه كې چې په همدې موخه جوړې شوې وه، د لغمان ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو سر بیره د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي زده کړو د معینیت پلاوي، لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو.