د ننګرهار د جمالیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د جمالیو منځي ښوونځي نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي،  ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا نهه میاشتې وخت واخیست.
په نوې ودانۍ ۱۱۸ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې د مرکزي اسیا  مرسته کوونکې ادارې لخوا ورکړل شوي دي.
د جمالیو په ښوونځي کې دا مهال څه باندې زر تنه زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره یې د لیک لوست خونو ستونزه هواره شوې ده.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په بادغیس کې د ښوونځي لپاره شخصي ځمکه ور کړل شوه

بادغیس: د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي میراحمد خپله دوه جریب ځمکه د ښوونځي  د جوړولو لپاره  ډالۍ کړه.
د بادغیس د پوهنې ریاست وايي، چې په ډالۍ شوې ځمکه به د قرقچ بلوچ منځني ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شي، چې د سلګونو نجونو لپاره به د خوندي تدریسي چاپېریال زمینه برابره کړي.
د پوهنې وزارت له ورته معارف پروره کسانو مننه کوي او ژمنه کوي، چې د ښوونځیو لپاره د خلکو په اهدا شویو ځمکو به ښوونځي جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *