د لغمان په ولایت کې ۲ ښوونځیوته نوې ودانۍ جوړیږي
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د نجونو ماشه خیلو لیسې او مرکز اړوند غازي بابا منځني ښوونځیو د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ښوونځيپر نوېو ودانیو۵۰۰ زره امریکایی لګښت راځي، چې د نړیوال بانګ لخوا ورکول کېږي.
دغه یو پوړیزې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نورې ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري، چې په نژدې یو کال کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.
غازی بابا په ښوونځي کې دا مهال ۳۶۰ تنه او د ماشه خیلو په لیسه کې ۱۱۸۰ تنه زده کوونکي زده کړې کوي، چې د نوېو ودانیو له جوړېدو سره به ورته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال رامنځ ته شي.
په دې اړه جوړوشویو مراسمو کې د لغمان ولايت د مقام اوپوهنې ریاست مسوولینو، قومي مشرانو،ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په کندز کې دیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
دکندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ د چاري آباد د نجونو لیسې نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې رغنیزو چارو یې شاوخوا یو کال وخت واخیست.
په نوې ودانۍ۴ میلیونه افغانیلګښت راغلی، چې دالمان هیواد د GIZ دفتر لخوا ورکړل شوي دي.
د چاري آبادپه ښوونځي کې دا مهال څه باندې۳۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کندز د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پروان ولایت ښوونکو ته ۲۲ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پروان: د پروان ولایت د مرکز اړوند ښوونځيو ۱۲۰ښوونکو ته ۲۲ورځنی میتودیک ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ کېد ریاضي او نورو ساینسي مضامینو په تړاوګډونوالو ته روزنه ور کول کیږي او ښوونکو ته ور ښول کیږي، چې په څه ډول دغه مضمونونه په ښه توګه زده کونکو ته ور زده کولی شي.
په دې اړه جوړې شوې غونډهکې د نوموړي ولایت د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې یادیدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او په ښوونځیو کې دې پلی کړي.
دغه ۲۲ ورځنی ورکشاپ دپوهنې ریاست په همکارۍ او د کاناډا دښځو موسسېپه مالي مرسته جوړ شوی دی.
د سواد زده کړې کارکوونکوته څلور ورځنى ښوونیز سمينار پيل شو
په مزارشریف کېد فاریاب، بغلان اوبلخ ولايت د سواد زده کړې کارکونکو ته ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په جوړ شوي څلور ورځني ورکشاپ کېد فاریاب، بغلان او بلخ ولایتونو د پوهنې ریاستونو د سواد زده کړې ۶۸ تنه کارکوونکي برخه لري. ګډونوالوته په دې موده کې دڅارنې،د لاسته راوړنو ارزونه، دکره معلوماتو او احصایو چمتو کول او د تخنیکي مرستو په اړه روزنه ورکول کېږي.
دا روزنیز ورکشاپ د جاپان د جایکا ادارې لخوا جوړ شوی دی.
د بلخ د پوهنې رییس دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې یادیدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او د سواد زدکړو په مرکزونه کې دې پلی کړي.
د پوهنې رییس بیا دا ډول ورکشاپونه د سواد زده کړې د کیفیت لوړولو او همغږۍ رامنځ ته کولو په برخه کې اړین وبلل.