خبرپاڼه
۱۳۹۲ د وږي ۲۴
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د هېواد د تعلیمي نظام لپاره د خوندي تدریسي چاپېریال د برابرولو په لړ کې نن د کابل ښار اړوند د سردار کابلي عالي لېسې نوې ودانۍ پرانېستله.
د یادې لېسې نوې ودانۍ د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې له لوري جوړه شوې، چې ۱۲ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی.
ددې لېسې نوې جوړې شوې درې ودانۍ او د غازي لېسې درې ودانۍ په هغه ۳۱ میلیون ډالري ګډه پروژه کې راځي، چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې له لوري ورکړل شوي دي.
د سردار کابلي لېسې نوې ودانۍ ۵۳ درسي او اداري خونې، لابراتوار، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ او نورې ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې لري، چې د ۹ زره زده کوونکو لپاره یې د تدریسي چاپېریال وړتیا رامنځ ته کړې.
دا مهال په یاد ښوونځي کې ۷ زره نجونې د ۲ سوه مسلکي ښوونکو له لوري پر زده کړو بوختې دي.
د نوې ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ وویل، چې د امریکا متحده ایالتونو له پوهنې وزارت سره د ښوونځيو د نویو ودانیو په جوړولو او بیارغولو، د کاري وړتیاو په لوړولو، د درسي کتابونو په چاپ، د ښوونکو په ظرفیت لوړولو او نورو اړینو برخو کې مالي مرستې کړي دي.
د پوهنې وزیر د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو له هغو مرستو مننه وکړه، چې په تېرو څو کلونو کې یې د افغانستان له پوهنې وزارت سره کړي دي.
د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې سږ کال به په کابل ښار کې د پلان شویو ۱۰۲ رغنیزو پروژو له بشپړېدو سره د کابل ښار پوهنیز نظام د ۲۴۰ درسي او اداري خونو او نورو لازمو ښوونیزو اسانتیاو څخه برخمن شي، چې نژدې ۵۰ زره نجونو او هلکانو ته به د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال رامنځ ته کړي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ وویل، چې په دې ورستیو کې پوهنې وزارت د تعلیمي نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د پنځو نړیوالو مشارکتونو غړیتوب تر لاسه کړی، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د هېواد د تعلیمي نظام لپاره د ډاډ وړ سرچینې دي.
د پوهنې وزیر همدارنګه له درنو هېوادوالو په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د پوهنیز نظام د پراختیا په برخه کې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
د پوهنې وزیر همدار راز هېوادوالو ته زېری ورکړی، چې سږ کال به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې یوازې د افغانستان د پوهنې وزارت د خپلو تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه نړیوالو ته شرحه کړي، چې پرته له شکه یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د یادولو وړه ده، چې دا مهال د کابل ښار په ۵۴۵ تعلیمي موسسو کې چې نیمايي هغه یې خصوصي دي، نژدې ۱،۲ میلیونه زده کوونکي، چې ۴۸ سلنه یې نجونې دي پر زده کړو بوخت دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست