د خوست په ولایت کې د کرنې لیسې د جوړېډو کار پیل شو
خوست: د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د کرنې لیسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غې لیسې ودانۍ په دوه پوړیزه ډول په پاخه او اساسي ډول د ۱۳ میلیون ۷ لکه افغانیو په مجموعي لګښت د نړیوال بانګ په مالي مرسته، په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونې، ۴ تشنابه، د اوبوڅښکلو څاه، او نورې آسانتیاوې به ولري.
دیادونې وړ ده چې دتڼیو ولسوالۍ دکرنې په لیسه کې ۹۵ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې دخوست ولايت د پوهنې مسوولینو ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په جوزجان ولایت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي
د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اړوند د قریه قسای لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ چارې پیل شوې.
دغه ودانۍ دڅه باندې ۵ میلیون افغانیو په مجموعي لگښت دپوهنې وزارت دپر مختیایي بودیجې څخه د ۸ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې جوړیږي. ددغه ښوونځي نوې ودانۍ به ۸درسي ټولګي، ۵ اداري خونې او نور ې اړینې آسانتیاوې ولري.
په نوموړي ښوونځي کې د ۲۰۸ تنو په شاو خوا کې نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو د نشت والي له امله د زده كوونكو شته ستونزې حل شي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دجوزجان ولايت د پوهنې رییس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود او ټولو د نوې ودانۍ د جوړیدو د چارې د پیل په اړه خوښي وښوده او دایې د پوهنې د کیفیت په ښه والي کې مهم ګام وباله.
په لوګرکې دښوونکو د روزنې د یوې موسسې ترینرانو ته ورکشاپ پیل شو
دلوګر ولایت د پوهنې ریاست سره د کوار په نامه د یوې مرسته کوونکې موسسې ۸۱ تنو نارینه او ښځینه ترینرانو لپاره ۱۳ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پرانستل شو.
په دې ورکشاپ کې ترینرانو ته د پوهنې وزارت د نوي نصاب په هکله روزنه ورکول کیږي چې هغوی بیا د ښوونځیو ښوونکو ته د نوي نصاب د تدریس په برخه کې روزنه ورکړي چې په څه ډول د نوي نصاب مضمونونه په ښه توګه زده کوونکو ته ور زده کولی شي.
دلوګرد پوهنې سرپرست رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبرستانکزي ، د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل ، چې د ورکشاپ په لړ کې ورښول کیدونکي مسایل او تجربې په سمه توګه وڅاري اود ښوونځیو پر استادانو دې هم پلی کړي.
د لغمان دښوونځیو ښوونکو ته ۱۵ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړشو
د لغمان ولایت د ولسوالیو دښوونځیو ۷۰ تنو ښوونکو ته ۱۵ ورځنۍ ښوونیز او رونیز ورکشاپ جوړ شو.په دغه ورکشاپ کې د ساینسي مضامینو په تړاو ګډونوالو ته علمي او ساینسي روزنه ور کول کیږي او ښوونکو ته ور ښول کیږي چې په څه ډول دغه مضمونونه په ښه توګه زده کونکو ته ور زده کولی شي.
د روښان په لیسه کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دنوموړي ولایت دپوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې یادیدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او په ښوونځیو کې دې پلی کړي.
د کابل ولایت ښوونکو ته درې میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو
کابل د کابل ولایت د ګلدرې، فرزې، میر بچه کوټ او کلکان ولسوالیو د ښوونځیو دساینسي او ریاضي مضامینو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره درې میاشتنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو .
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د ساینسي مضامینو په تړاو ښوونکو ته هر اړخیزه نوې روزنه ور کول کیږي.
دپوهنې په ریاست کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دکابل ولایت دپوهنې رییس په خپلو خبرو کې دورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په سمه توګه زده او په ښوونځیو کې پلي کړي.
دغه درې میاشتنۍ ورکشاپ د امریکې دمتحده ایالاتو دخلکو او آسیا بنیاد په مالي مرسته جوړ شوی .