د خواشینۍ پیغام
۱۳۹۵ د وري ۲۴
 
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د لغمان ولایت د مهترلام ښار د مولوي حبیب الرحمن ښوونځي کې د راکېټ د لګېدو له امله دوه تنه زده کوونکي شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
                        (انا لله و انا الیه راجعون)
په دې دردونکې پېښه کې چې نن سهار لس بجې رامنځ ته شوه، د یاد ښوونځي د درېیم ټولګي زده کوونکی محمد شاکر او د اتم ټولګي زده کوونکی محمد ذاکر شهیدان او د دویم، درېیم او اتم ټولګي څلور تنه زده کوونکي هر یو نویدالله، محمد ساحل، جعفر او رحیم الله‎ ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزارت رهبري په داسې حال کې چې دغه ناوړه پېښه په کلکو ټکو غندي د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.
د پوهنې وزارت د هېواد له امنیتي ارګانونو غواړي، چې ژر تر ژره ددې دردونکې پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د پوهنې وزارت له دیني عالمانو، قومي مشرانو، سیمه ییزو مخورو او له ټولو هېوادوالو د تل په څېر یو ځل بیا غوښتنه کوي، چې د ښوونکو او زده کوونکو د ځان او مال په ساتلو او د ښوونیزو مرکزونو په دفاع کې له دې وزارت سره مرسته او همکاري وکړي او په دې برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
 
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *