تاند- افغان چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د پوهنې د وزارت د مامورینو په یوه بس کې چاودنې یو تن وژلی او ۵ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې دا چاودنه، چې نن /دوشنبه/ وشوه، د مقناطیسي بم په نتیجه وه.

د بس نګران رحیم ګل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې تر دې زیاتې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.

په تېرو کلونو کې دا ډول بریدونه زیات کېدل او طالبانو به یې مسوولیت په غاړه اخیست.

ځواب دلته پرېږدئ