زه په کابل کې د ماشوم د ادبیاتو د یوې فرهنګي ټولنې مسوول یم، مونږ ماشومانو او د هغوی ادبیاتو ته کار کوو، نو سر او کار مو هم له ماشومانو سره دی، ماشومان چې په افغانستان کې اووه کلن شي د ښوونځي شي، ډېر ځله چې دوی ته یو پروګرام جوړوو نو وجدان مې ځکه ناکراره وي چې په ښوونځیو کې له خپلو رسمي زده کړو پاتې کېږي، بل تشویش یې د امنیت راسره وي، نو د پروګرام ترپایه سخت په وېره او اندېښنه کې وم.

خو د بلخ والي یې سیاسي غونډو ته راغواړي او تر سره لمر لاندې د چارواکو د خبرو چکو ته یې دروي.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په دې اړه لیکلي چې، په سیاسي غونډو کې د زده کوونکو حضور عقلي او منطقي توجیه نه لري.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د حکومت په اجراییه ریس هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و له دې امله انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې ،عبدالله عبدالله چې خلکو ته د خدمت او د پوهنې د پرمختګ شعار ورکوي باید د بلخ د مسوولانو له دې کار سره یې مخالفت ښودلی و.

د ۱۳۸۶ کال د لړم د میاشتې په ۱۵ نېټه چې چارواکي له کابل د بغلان د قند د قابریکې د پرانیستې لپاره ورتلل، د ښوونځیو ماشومان هرکلي ته وروړل شوي ول چې د یوې چاودنې له امله ۸۰ کسه ملکیان چې دېری یې همدا د ښوونځي زده کوونکي ماشومان ول ووژل شول او تر سلو زیات تپیان شول.

مونږ ولې له تېرو عبرت نه اخلو؟

د افغانستان د پوهنې وزارت ته پکار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او په سیاسي غونډو کې د ښوونځیو له زده کوونکو استفاده بنده وګرځوي، او په دې برخه کې باید د والي، وزیر، اجراییه ریس، ولسمشر د هچا دستور ته استثنا قایل نه شي.

اجمل تورمان

By Toorman

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *