۱۳۹۳ د لينډی ۱۵ مه

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې نن د شبنې په ورځ د قوس په ۱۵ نیټه استاد میرعباس خان د محمد درویش خان ځوی ، د لوګر ولایت د دادوخیلو د هلکانو د لیسې ښوونکی د نامعلومو وسله والو لخوا په داسې حال کې چې له کوره ښوونځي ته روان وو په ډزو سره په شهادت ورسید .
انا لله و انا الیه راجعون
محترم استاد عباس خان په ۱۳۵۷ کال کې د لوګر د مرکز اړوند د کمال خیلو په کلي کې زیږیدلی او په ۱۳۸۱ کال کې یې د کلنګار په لیسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.


د هیواد د بچیانو له روزنې او پوهنې سره د بې دریغه مینې له کبله یې په ۱۳۸۳ کال کې  دادوخیلو د هلکانو په لیسه کې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه ،اود خپلې مسلکي وړتیا او تحصیلاتو د لوړولولپاره یې د داخل خدمت ښوونکي په توګه دارالمعلیمن په بریالیتوب سره بشپړ کړ.


مرحوم استاد میرعباس څه باندې ۱۰ کاله د دادوخیلو په لیسه کې د ښوونکي سپیڅلې دنده تر سره کړه  او د هیواد د بچیانواو ځوانانو په روزنه بوخت وو.


د افغانستان د پوهنې وزارت رهبري د مرحوم استاد عباس کورنۍ  او دوستانو ته د هغه د شهادت له کبله ډاډګیرنه او درناوی وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه استاد عباس ته جنتونه غواړي او دغه نا ځوانمردانه کړنه په کلکو ټکو غندي .


د افغانستان د پوهنې وزارت له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د شهید استاد عباس برید کونکي په ګوته  او د قانون منګولو ته یې وسپاري . همدارنګه د پوهنې وزارت د هیواد له ټول دیني علماوو ، مخوورو، بانفوذه قومي مشرانو او سپین ژیرو یو ځل بیا غوښتنه کوي، چې د ښوونکو او د ښوونیزومرکزونو د چاپیریال په ساتنه کې همکاري وکړي او خپلو بچیانو ته د زده کړې زمینې پراخې کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *