۱۳۹۳ د وږي ۸
نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د میا عمر په لېسه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ددې لېسې لس تنه ښوونکي او زده کونکي ټپیان شول چې څلور تنه یې سر ښوونکي هر یو رضوان الله، معشوق، احمد جان او مهرالله، دوه تنه ښوونکي هریو شاه ولي او مولوي صیب هدایت الله او څلور نور یې  زده کوونکي دي.
د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم ټپیان د جلال آباد مرکزي روغتون ته وړل شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د پوهنې وزارت د علم او پوهې د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کلکه غندي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.
پوهنې وزارت د تل په څېر له هېوادوالو غوښتي، چې د ښوونځيو د چاپېریال ساتلو او د ښوونکو او زده کوونکو ژوند ته پام وکړي .
په درنښت
د پوهنې  وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *