۱۳۹۳/۷/۱۹
د افغانستان داسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت ملالې یو سفزۍ ته د سولې په برخه کې د نوبل د جایزې دورکړې هرکلی کوي .
ملاله یوسفزۍ د ډیورنډ کرښې ها خوا د صوات په دره کې را لویه شوې، هغه زده کونکې ده چې د نجونو د زده کړې لپاره هڅې کوي. نوموړې ۳ کاله وړاندې د خپلو دغه ډول هڅو له کبله دعلم او پوهې دمخالفینو لخوا په یوه وسله وال برید کې په ډزو وویشتل شوه او ټپي شوه . د افغانستان د پوهنې د وزارت لخوا دا برید په همغې لومړۍ ورځې په کلکه وغندل شواو د هغې دعاجلې روغتیا لپاره د ټول افغانستان په ښوونځیو کې دوعا وشوه .
اغلې یوسفزۍ له خپل کم عمر سره سره وتوانیده چې د میلیونونوهغو نجونو غږ راپورته کړي چې د زده کړې لیواله دي اودیوشمیر تعلیم ضد کړیولخوا د ډیورنډ د پولې ها خوا ورسره مخالفت کیږي او مخه یې نیول کیږي .نوموړي وکولی شو ددغو بې وزله نجونو غوښتنې د نړیوالو غوږونو ته ورسوي اوپه دغه سیمه کې د نجونو د زده کړې د پراختیا او ودې لپاره د نړیوالو همغږي او مرسته راجلب کړي.د ملالې دغو هڅو او مبارزو هغه په نړیواله کچه مشهوره کړه او د نوبل د سولې د جایزې وړ وبلل شوه .
د افغانستان د پوهنې وزارت نه یوازې ملالې یو سفزۍ ته ددغې نړیوالې معتبرې جایزې دورکړې مبارکي وايي ، بلکې د ډیورنډ پولې د دواړو خواوو پرتو خلکو او د نړۍ د پوهنیزو نظامونو چارواکو او کارکونکو ته دا جایزه ستر ویاړ بولي. د پوهنې وزارت اغلې یوسفزۍ ته په راتلونکي ژوند کې دلاډیرونورو بریاو هیله کوي او تمه لري چې دنجونو د زده کړې لپاره دهغې هڅې به په سیمه کې د سولې او نیکمرغۍ سبب شي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست