د نازو انا ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د نازو انا ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه ودانۍ به په پاخه او اساسي ډول په راتلونکو ۸ میاشتو کې جوړه شي، چې ۱۶ درسي ټولګي،  ۸ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د برېښنا وسایل، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

په نوې ودانۍ ۲۲۶ زره امریکايي ډالره لګښت راځي، چې د افرن فرانسوي مرسته کوونکې ادارې لخوا ورکول کېږي.
د نازو انا په ښوونځي کې دا مهال ۵ زره زده کوونکې پر زده کړو بوختې دي، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کړو خوندي چاپېریال ورته برابر شي.

د ودانۍ د بنسټ ډبرې د کیښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکوګډون درلود.

د برکي برک ولسوالۍ مېرمنو ته د ښوونکو د روزنې الحاقیه تآسیس شوه

د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې مېرمنو ته د لومړې ځل لپاره د ښوونکو د روزنې یوه ځانګړې الحاقیه پرانېستل شوه.

دغه الحاقیه د نوموړې ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته د بره کي برک د نجونو په لیسه کې رامنځ ته شوه، چې سږ کال به یوازې د ریاضي په څانګه کې محصلین جذب کړي.

د الحاقیې له فعالېدو سره به د یادې ولسوالۍ د هغو ښځینه ښوونکو او نورو مېرمنو د زده کړې کچه لوړه شي، چې تر دولسم ټولګي پورې یې زده کړې کړي دي.

د یادونې وړده ، چې په لوګر کې د یوعالي دارالمعلمین په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې الحاقیې شته، چې د پنځه سوه ښځینه محصلینو په ګډون په کې څه باندې زر تنه محصلین زده کړې کوي.

په هلمند کې د پوهنې ریاست د مدیریت د پوستونو لپاره ازموینه  واخیستل شوه

د  هلمند  ولایت د پوهنې ریاست د مدیریتونو او د ولسوالیو ښوونځیو د مامورینو د ګمارلو په موخه له ۱۶۸ تنو څخه از موینه  واخیستل شوه. له دغې ډلې به ۹۰ تنه د منځنیو ښوونځیو د آمرینو او د پوهنې ریاست په اړونده شعباتو کې د مدیرانو په توګه وټاکل شي.

ددې ولایت د پوهنې رییس د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی حقونه به خوندي وي او په ازموینه کې به د سپارښتنو او واسطو لپاره ځای نه وي. هغه ډاډ ور کړ،  چې د ازموینې په لړ کې  د هر راز درغلیو مخه نیول شوېده.په هغه غونډه کې چې د عالي دارالمعلمین  د غونډو په تالارکې  د نوموړې ازموینې د اخیستلو په مناسبت جوړه شوي وه د په آزموینه کې د پوهنې وزارت استازو، ددې ولایت د پوهنې رییس، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساحوي دفترکارکونکو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو برخه لرله.

دغه ازموینه د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم  د یوې ځانګړې کمېټې تر پوره څارنې لاندې واخیستل شوه، چې د نتایجو له اعلانولو وروسته به ۹۰ کسان د مرکز او اړوند ولسوالیو په ښوونځیو کې د معاش او رتبو د نوي سیستم پر اساس په دنده وګمارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *