د پوهنې وزارت
بلخ ولایت کې د دوو ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې

د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د مولوي محمد علم شهید او دقالین اوبدونکود ښارګوټي ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ پرانېستل شوې.


ددغو ۲  ښوونځيو نوې ودانۍ په یویو پوړ کې د دووکلونو په موده کې جوړې شوې،چې د مولوي محمد علم شهید ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د انګړ دېوال، د اوبو څښلو څاه، ۵ بابه تشنابه، کتابتون، لابراتوار او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې لري. د ښوونځي پر نوې ودانۍ تر دوه سوه زره ډالر زیات لګښت راغلی، چې د المان هیواد giz دفتر  له لوري ورکړل شوي.


د غالۍ اوبدونکو د شهرک  د ښوونځي ودانۍ ۹ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د انګړ دېوال، د اوبو څښلو څاه، ۵ بابه تشنابونه، کتابتون، لابراتوار، ورزشي لوبغالی او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې لري. د دغه ښوونځي پر نوې ودانۍ ۱۸۰ زره ډالر لګښت راغلی، چې دازبکستان  هیواد  له لوري ورکړل شوي دي.


په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ ولایت  د پوهنې ریاست مسوولینو، د سیمې یو شمېر قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د لغمان له عالی دارلعلوم څخه ۶۳ تنه محصلین فارغ شول

د لغمان ولایت د مرکز اړوند  عالي دارالعلوم څخه ۶۳ تنه ځوانان فارغ او بري لیکونه ورکړل شول.


په هغه غونډه کې چې ددې دارالعلوم  فارغوشویو محصلینو باندې د بری لیکونو د ویشلو له امله جوړه شوي وه د پوهنې ریاست او یو شمیر دولتي ادارو مسوولینو، فارغو شویو محصلینو او د دوی خپلوانو برخه اخیستې وه.


دلغمان دپوهنې رییس په دې اړه جوړه شوې غونډه کې فارغو شویو کسانو ته مبارکي وویله او د دوی فراغت یې داسلامی زده کړو په پیاوړتیا او پراختیا کې مهم وباله.
دیادونې وړده ، چې نوموړی دارالعلوم په ۱۳۸۶ کال کې تاسیس شوی او اوس مهال ۱۲۲۸ تنه محصلین پکې په اسلامی زده کړوبوخت دي.

د بادغیس ولایت له زده کوونکو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه

د ورلډ وېژن موسسې د بادغیس ولایت د 46 ښوونځيو له زده کوونکوسره د څه باندې۷۰  ټنه غوړیو مرسته کړې.


دغه مرستې د یاد ولایت د مرکز  قلعه نو ښار په څه باندې ۱۵ نیم  زره زده کوونکو وېشل شوي او ټاکل شوې چې د مرستو دا لړۍ ددې ولایت نورو ښوونځيو ته هم وغځېږي.


د بادغیس د پوهنې رییس د ورلډ وېژن موسسې له دې مهمو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې یادې موسسې تېر کال هم د بادغیس له ډېر شمېر زده کوونکو سره ورته مرستې وکړې.


د یادولو ده، چې پر زده کوونکو د دا ډول مرستو وېش له یو لوري د کورنیو مالي حالت ښه کوي او له بل لوري زده کوونکي هڅوي، چې په پوره لېوالتیا ښوونځيو ته ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ