ولایتي خبرونه
یکشنبه، ۱۲ وری ۱۳۹۷
کندهار: د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په سویلي کندهار کې هم د پوهنې وزارت د لارښوونې پر بنسټ له پوهنې د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه.
د یادې غونډې موخه ښوونځیو ته د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو لاسرسی، د بندو ښوونځيو خلاصېدل او په یاده برخه کې د مشرانو، ځوانانو، قومي مشرانو، ملي سوداګرو، میندو او د ټولنې د بېلابېلو اړخونو د ملاتړ جلبول دي.
د کندهار ملاتړ غونډه کې والي زلمي ویسا، د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون، د ولایتي شورا غړو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، ملي سوداګرو، مېرمنو، د ښوونځيو آمرینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
ښاغلي پیوستون د کندهار د پوهنې د لاسته راوړنو او په دې برخه کې د ستونزو د یادولو ترڅنګ له ټولو اړخونو وغوښتل، چې له پوهنې نظام څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې یې هېڅ ډول هلې ځلې ونه سپموي.
ښاغلي پیوستون هیله وښوده، چې د خلکو په مرسته او همکارۍ به د کندهار هرې برخې ته د پوهنې لمن پراخه کړي.
والي زلمي ویسا د کندهار د پوهنې روان بهیر مثبت و ارزاوه او د پوهنې د لا پرمختګ او ښوونځيو ته د ماشومانو د لېږلو په برخه کې یې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو رول مهم وباله او پر ولسونو یې غږ وکړ، چې د یوه ښه راتلونکي په موخه خپل اولادونه د علم پر ګاڼه سمبال کړي.
په یاده غونډه کې د کندهار د علماو شورا رییس عبیدالله فضاني، قومي مشرانو، د والدینو استازو او یو شمېر نورو چارواکو خبرې وکړې او له پوهنې د ملاتړ په برخه کې یې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې مهاله د ۱۳۹۷ ښوونیز کال په مناسبت، چې له پوهنې د ملاتړ کال نومول شوی لویې ولسي ملاتړ غونډې جوړې شوي او ټولو په یوه خوله د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
————
د موبایل له لارې د معاشونو د وېش بایومیټریک پروسه پیل شوه
د ننګرهار ولایت اړوندو ښوونکو ته د موبايل له لارې د معاشونو د ورکړې په موخه د بايوميټريک پروسه پیل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې ريیس حسيب الله شينواري ددې پروسې له پیل کېدو خوښي وښوده او دا یې ښوونکو ته د معاشونو د پر وخت رسېدو په برخه کې یو مهم ګام وباله. د ښاغلي شینوراي په خبره، چې ددې سيستم له پلي کېدو سره به نور ښوونکي بانک ته د تلو او هلته په قطارونو کې د درېدلو اړتيا ونه لري.
نوموړي د یادې پروسې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او له ښوونکو يې وغوښتل، چې د پروسې له کارکوونکو سره لازمه مرسته وکړي او هر ډول اسنادو ته چې اړتيا وي چمتو يې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د موبايل له لارې ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې پروسه د ننګرهار د پنځو ولسواليو په ۱۴ ښوونځيو کې په آزمايښتي ډول تر سره کېږي او ټاکل شوې، چې د روان کال تر پايه ټول ښوونکي ددې پروسې تر پوښښ لاندې راشي.
———
بغلان کې د ۲ ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د بغلان ولایت د پلخمري ښار د حافظ آباد او خنجر آباد منځنيو ښوونځيو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې بشپړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
پر یادو یو پوړیزو ودانیو چې په پاخه او اساسي ډول د یو کال په موده کې جوړې شوي نژدې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د هندوستان هېواد او د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا ورکړل شوي دي.
د حافظ آباد ښوونځي نوې وداني ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۴ تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، د احاطې دیوال او نورې اسانتیاوې لري.
د خنجر آباد ښوونځي نوې ودانۍ بیا ۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه، د احاطې دیوال او نورې اسانتیاوې لري.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان ولایت د مقام مرستیال، د پوهنې ریاست او د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
———
لغمان کې له پوهنې د ملاتړ ولسي غونډه جوړه شوه
د هېواد په بېلابېلو برخو کې له پوهنې د ولسي ملاتړ غونډو په دوام دا ځل په لغمان کې د پوهنې ریاست د مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د ښوونځيو د ملاتړ شورا غړو، د زده کوونکو د والدینو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون له پوهنې د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د پوهنې څرنګوالي، پرمختګ او چارو د سمون تر عنوان لاندې د یاد ولایت د روښان عالي لېسې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د خپلو پروګرامونو او پلانونو یادونه وکړه او له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، میندو او له ټولو ښکېلو اړخونو یې وغوښتل، چې له پوهنیز نظام ملاتړ وکړي او په دې برخه کې هر اړخیزې او جدي هلې ځلې وکړي.
له پوهنې د ملاتړ په یاده غونډه کې د ولایتي شورا غړي محمد ظاهر حسین خېل، د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي تور جان، د علماوو شورا په استازیتوب مولوي نصرمن الله، د مدني فعالانو په استازیتوب ذاهدالله موسی زي او یو شمېر نورو چارواکو او مشرانو خبرې وکړې او د پوهنې له نظام څخه یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې مهاله د ۱۳۹۷ ښوونیز کال په مناسبت، چې له پوهنې د ملاتړ کال نومول شوی لویې ولسي ملاتړ غونډې جوړې شوي او ټولو په یوه خوله د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
———-
تخار کې د نظارت آمرینو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د تخار ولایت د مرکز او ۱۷ اداري واحدونو د نظارت او ارزونې آمرینو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د تخار ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر حسام الدین نظري د ورکشاپ د جوړېدو موخه د نظارت کارکوونکو ظرفیت لوړېدل او د کره تعلیمي احصایې راټول په ګوته کړل زیاته یې کړه، روان کال به د پوهنې لپاره یو متفاوت کال وي، کارکوونکي به په بېلابېلو برخو کې و روزل شي او د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره به اړین ګامونه اوچت شي.
په یاده ورکشاپ کې د تخار د مرکز او ۱۷ اداري واحدونو د نظارت او احصایې ۵۷ کارکوونکي برخه لري او د درې تنه متخصصو ترېنرانو لخوا پر مخ وړل کېږي.
په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مسلکي نظارت، د کره تعلیمي احصایې راټولو، د پوهنې د وضعیت ارزولو او نورو اړوندو برخو کې روزنه ورکړل شي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست