د پوهنې وزارت ویندویه نوریه نزهت

تاند- د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تر راتلونکو ۳ کلونو پورې به ۳۰ زره ښځینه ښوونکې وګومارل شي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې همت نن /شنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې پروګرام هدف دا دی چې د نجونو د زده کړو امکان زیات شي او په نیم کې د نجونو له لوري د ښوونځیو د پرېښودو مخه ونیول شي.

اغلې نزهت همداراز وویل، سږ کال ۲ زره ۳۲۶ ښوونکې په قراردادي ډول ګومارل شوي او تېر کال هم ۲ زره ۶۷۴ ښوونکې په قراردادي ډول ګومارل شوې وې.

دې زیاته کړه، د پوهنې وزارت د نوي پروګرام پر اساس د کلیوالي ښوونځیو لپاره ۳۰ زره ښځینه ښوونکې ګومارل کېږي څو په کلیو کې د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه پای ته ورسېږي.

د نوریې نزهت په وینا د دغو ۳۰ زره ښوونکو ګومارل به د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې د ښځینه ښوونکو شمېر په سلو کې ۴۲ ته ورسوي.

د پوهنې د وزارت ویانده وايي، په کلیو کې به هغه ښځې د ښوونکو په توګه وګومارل شي چې په خپل کلي کې تر یې ټولو زیاتې زده کړې کړي وي.

دې دا هم وویل چې د پوهنې وزارت ۲۰ ریاستونه ښځو ته ځانګړي شوي څو په دې وزارت کې د ښځو ونډه زیاته شي.

One thought on “د پوهنې وزارت په ۳ کلونو کې ۳۰ زره ښځینه ښوونکې ګوماري”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *