تاند- د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ننګرهار ولایت په ښوونځیو کې د نجونو زده کوونکو شمېر په سلو کې ۱۰ زیات شوی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس په ننګرهار کې ۸ لکه هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي چې د هغو په منځ کې دوه نیم لکه نجونې دي او د دې معنا دا ده چې د تېر کال په پرتله د نجونو زده کوونکو شمېر په سلو کې ۱۰ زیات شوی دی.

د ننګرهار د پوهنې ريیس حبیب الله شینواری وايي، سږ کال د ننګرهار په ښوونځیو کې ۸ لکه زده کوونکي او زده کوونکې په زده کړو بوخت دي چې د تېر کال په پرتله د هغوی په شمېر کې ۳۰ سلنه راغلی دی.

ده وویل چې پخوا به لږ شمېر نجونې ښوونځیو ته تلې خو اوس وضعیت بدل شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت نجرابي د شنبې په ورځ د ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د نجونو زده کوونکو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

«په ننګرهار ولایت د تېرو کلونو په پرتله په روان لمریز کال د کې د نجونو زده کوونکو شمېر زیات شوی، په ښوونځیو کې د خپلو لوڼو شاملولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.»

په تېرو کلونو کې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش نفوذ زیات و او دې ډلې هلکان او نجونې له زده کړو بې برخې کړي وو.

له بلې خوا یوه سروې وايي چې په وروستیو کلونو کې د نجونو د تعلیم په وړاندې د افغانانو ذهنیت خورا بدل شوی او اوس د ډېرو وروسته پاتې سیمو اوسېدونکي هم غواړي چې لوڼې یې هم د هلکانو په شان زده کړې وکړي.

One thought on “د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار کې د نجونو زده کوونکو شمېر په سلو کې ۱۰ زیات شوی”
  1. د یو انسان او مسلمان او افغان پتوګه به څومره مزه وکا چه زموږ د وطن معصوم بچان نجونی او هلکان څو شېبې دېته پرېښودل شی چه د قلم او کتاب( د انسانی فطرت دوو ښکلو او فاداره یارانو) سره یارانه پیدا او خپلی د عشق او مینی او حسرت او غمونو او ښادیو څخه مرکبی خوږې او ترخې اوښکی د کتاب او قلم په غېږه کی توی او د ژوند د اصلی مفهوم او معنی سره آشنا شی
    هیله ده چي انګرېز نور پدې پوه شوی وی چه زموږ د خلګو او هیواد په وړاندی ئې د بې شمېره جفاګانو توره دوسیه نوره د تاریخ د څارنوالۍ د څېړلو له زغم نه اوچته ده
    بلآخره یوه ورځ به ددې مظلوم وولس آه ،انګریزی استعماری کښتیانو غوندی د سمندرونو څپې او سِنې څیری او د هغه استعمارګرانو او توطئه ګرانو ګریوانونو ته به منګولی ور واچوی کوم چه دا ترخه عینی سریالونه ئې له یوې پېړۍ راهیسی زموږ د ټولنی په عقیدتی او فکری سینماګانو کی د نندارې لپاره رالېږلی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *