د پوهنې وزارت

په هلمند کې دیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

‎د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ د قلعه هزاره منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د ښوونځي په دغه  ودانۍ څه دپ��سه  ۹ میلیونه افغانۍ  لګښت راغلی چې د انګلستان هیواد د FPTD موسسې لخوا ور کول کیږي . دغه ودانۍ به په دوو کلونو کې جوړه شوي.
د ښوونځي نوې ودانۍ ۱۰درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ۲ تحویلخانې، د اوبو څښلو څاه، ۵ بابه تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري. ددغه ودانۍ په جوړیدو سره به  نژدې۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شي.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د هلمند د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په لغمان کې دیوې دیني مدرسې اوښوونځي جوړې شوې ودانۍ پرانېستل شوې

لغمان: د لغمان ولایت د  علینګار ولسوالۍ د کلتل دیني مدرسه او دکنده دنجونو دمنځني ښوونځي نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل شوې.
دواړه ودانۍ ‎ د ۸ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول ‎په یوه یوه  پوړ کې جوړې شوي، چې هره یوه یې‎ ۸ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې،  يو كتابتون، يو لابراتوار ، 5 تشنابونه، د اوبو څښلو څاه، میزونه، څوکۍ او نورې اسانتیاوې لري‎.
پر جوړو شویو ودانیو څه باندې لس ميلونه  افغانۍ  لګښت راغلی، چې د پوهنې دکیفیت دلوړولو پروګرام ( ایکویپ)  له لوري ورکړل شوی دی.‎
په یادې مدرسې او ښوونځي کې شاوخوا  زر تنه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د نویو ودانیو له جوړېدو سره ورته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شوی دی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان ولايت دپوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د ننګرهار دمیخانیکي انستیتوت دنوې ودانۍ دبنسټ  ډبره کیښودل شوه

ننګرهار : دجلال اباد دمرکز اړوند د میخانیکي انیستیتوت  د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د انیستیتوت پردغې ودانۍ ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د پرمختیایي بود یجې لخوا ورکول کیږي.
دغه یو پوړیزه ودانۍ به ۱۶درسي ټولګي، ۸ اداري خونې او نورې ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري، او په ۱۴ میاشتو  کې به یې د جوړیدو  چارې بشپړې شي.
په یاد انیستیتوت  کې دا مهال ۱۴۰۰  تنه محصلین زده کړې کوي، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به دغو زده کونکو ته  خوندي تدریسي چاپیریال رامنځ ته شي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ، د انستیتیوت استادانو او زده کونکو د وزارت له دغه ګام څخه خوښې وښوده او تمه یې وکړه چې  د نوې جوړې شوې ودانۍ  له کبله ددوی په درسونو هم مثبت اغیز وغورځیږي . په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې دننګرهار ولايت د پوهنې ریاست مسوولینو،  قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د بادغیس ولایت د شپږو ښوونځیو د انګړ دیوالونه جوړ شول

د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ اړوند د شپږو ښوونځیو د احاطې دیوالونو دجوړولو چارې بشپړې شوې.
دغه دیوالونه څلور سوه متره اوږدوالی او دوه نیم متره لوړوالی لري، چې په درې میاشتو کې یې چارې بشپړې شوي دي.
پر دې پروژه څه دپاسه ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د یونسف موسسې لخوا ورکړل شوی دی. اوسمهال په دغو ښوونځیو کې نژدې  پنځه زره نجونې او هلکان پر زده کړو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *