خبرپاڼه
۱۳۹۴ د چنګاښ ۲۴
د پوهنې وزیر ښاغلي دکتور اسدالله حنیف بلخي نن چهارشنبه د هغو ۲،۲ میلیون جلده درسي کتابونو د چاپ بهیر له نژدې وکوت، چې په کور دننه د ۱۱ مطبعو له لوري چاپېږي. پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې تر نظارت لاندې له ۱۱ کورنیو چاپخونو سره د یادو کتابونو د چاپ تړون لاسلیک کړ.
د پوهنې وزیر ښاغلي حنیف بلخي نن د یادو کتابونو د چاپ چارو د ارزولو ترڅنګ د مطبعو له مسوولینو سره د کتابونو د چاپ پروسې په اړه مخامخ خبرې وکړې، زیاته یې کړه:« د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې کورنۍ مطبعې په مالي لحاظ پیاوړې شي او په راتلونکې کې دوی وکولای شي، چې د درسي کتابونو ډیره برخه چاپ کړي.» د پوهنې وزیر دغه راز په قرارداد کې د ذکر شویو معیارونو له مخې د کتابونو د چاپ له چارو خوښي وښوده.
ددې تړون له مخې کورنۍ مطبعې باید په ډېره کمه موده کې یاد کتابونه چاپ او د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي، چې تر دې مهاله د یادو کتابونو د چاپ چارې نژدې ۷۰ سلنه پرمخ تللي او په نژدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې شي.
دا درسي کتابونه د لومړنۍ او منځنۍ دورې دي، چې تر چاپ وروسته د بېلابېلو ولایتونو په هغو ښوونځيو ووېشل کېږي، چې د درسي کتابونو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
په دې لیدنه کې د چاپخونو مسوولینو د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې په قرارداد کې د ذکر شویو نورمونو له مخې به درسي کتابونه چاپوي او په راتلونکي کې یې له پوهنې وزارت سره د کتابونو د چاپ په برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
د یادولو ده، چې د یادو ۲،۲ میلیونه جلده درسي کتابونو د چاپ ۵۴۴ زره امریکايي ډالره لګښت د ډنمارک او نژدې ۵۱۸ زره امریکايي ډالره د یونیسف موسسې له لوري ورکول کېږي. ددې کتابونو د چاپ چارو نظارت د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې پر غاړه دی.
درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست