خبرپاڼه

دافغانستان د پوهنې محترم وزیر دوکتورالله حنیف بلخي په افغانستان کې د فنلنډ هیواد له سفیر ښاغلي اري ماکي سره نن ولیدل او د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې د فنلنډ هیواد د مالي او تخنیکي همکاریو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د پوهنې ښاغلي وزیر دښوونې او روزنې په برخه کې د یونسکو ادارې له لارې د فنلنډ هیواد دترسره شویو مرستو موثریت ته اشاره وکړه او ویې ویل ، چې فنلنډ د درسي کتابونو په چاپ او د سوادزده کړې د پروګرام په پرمخ بیلو کې له افغانستان سره ډیره مهمه مرسته کړې.

ښاغلي دوکتور بلخي د فنلنډ له سفیر اري ماکي څخه مننه وکړه چې هیواد یې ترراتلونکو ۹ نورو کلونو پورې د افغانستان له پوهنې وزارت سره د مرستو ژمنې لري.

د پوهنې ښاغلي  وزیرد فنلنډ هیواد له سفیرڅخه وغوښتل ، چې د افغانستان له معارف سره خپلې مرستې د دولتي بودیجې له لارې د ښوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د کتابونو د چاپ په برخه کې  پراخې کړي .
فنلنډ په تیرو څوکلونو کې د یونسکو ادارې له لارې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره مرسته کوي .

د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *