د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ د ملګرو ملتونو د یونسکو په هغه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ چې هر دوه کاله وروسته د نړۍ د زیات شمیر هیوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.
دغه غونډه هر دوه کاله وروسته د نړۍ د ۱۳۹ هیوادونو د کلتوري او پوهنې د وضعیت د تحلیل په اړه دایریږي او په دې اړه اړونده همکارۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
په غونډه کې د پوهنې وزیر فاروق وردګ ګډونوالو ته د افغانستان د ولسمشر پیغام اورولو ترڅنګه، د پوهنې په برخه کې د 10.5 میلیونو زده کوونکو شتون او تیرو لسو کلنو بریاوو مبارکي ګډونوالو ته وویله.
په دغه غونډه کې سږ کال هم د افغانستان په شمول د ۱۳۹ هیوادونو ولسمشرانو، صدراعظمانو او د معارف وزیرانو ګډون درلود.
د افغانستان د پوهنې وزیر په خپلو خبرو کې د کنفرانس ګډونوالو ته له افغانستان سره تر ۲۰۱۵ م کال وروسته په همکاريو تاکید وکړ زیاته یې کړه: (( د بشري منابعو په برخه کې پانګه اچوونه باید د هیوادونو د داخلي منابعو د تخصیص او د نړیوالو همکاريو له لارې باید زیاتې شي او په دې برخه کې د یونسکو نقش د معارف په برخه کې په ملل متحد کې باید نوره هم بارزه شي. ))
وردګ دغه شان د معارف، اطلاعاتو او ورزش به برخه کې د لس کلنو پرمختګونو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه.
په غونډه کې د افغانستان تعلیمي وضعیت ارزیابي او دغه شان په افغانستان له ۲۰۱۵ کال وروسته د معارف په نویو برنامو باندې هم خبرې وشوې چې له نیکه مرغه د ګډونوالو او یونسکو سازمان له لوري ددغو برنامو هرکلی وشو.