ډاکتر فاروق وردک
د پوهنې د وزیر پیغام
د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت

۱۷ وږی ۱۳۹۳


د سپتمبر میاشتې ۹  مه یا د وږي میاشتې ۱۷ مه نېټه د سواد د نړیوالې ورځې سره برابره ده، په همدې مناسبت درنو هېوادوالو، د سواد زده کړې د پروګرام کارکوونکو، د زده کړې مینه والو او د پوهنې د ستر کاروان فرد فرد ته د زړه له کومي مبارکي وایم.

له نېکه مرغه د بل هر وخت په څېر افغانانو  درک کړې ده چې سواد زده کړه او په ټولنه کې د هغه عمومیت زموږ د هېواد د هر اړخیز پرمختګ یوازینۍ لاره ده او له دې پرته د ترقۍ او نېکمرغۍ مدارجو ته په بشپړه توګه رسېدل ناشوني دي.

باید وویل شي چې ۱۲ کاله د مخه زموږ په هېواد کې ۱۲ میلیون وګړي د بېسوادۍ له ستونزې سره مخ وو او په ۱۳۹۳ کال کې دغه شمېره ۷ میلیون ته راښکته شوې ده.  خو له شوي پرمختګ سره سره بیا هم د درنو هېوادوالو، اړوندو اړخونو، ملي او نړیوالو همکارانو مرستې ته کلکه اړتیا ده چې د افغانانو د حیاتي سواد په برخه کې د پوهنې له نظام سره خپلې هڅې همغږې کړي.

بې سوادي یوه داسې ستونزه ده چې ټولنه د ترقۍ او پرمختګ له نعمت څخه محروموي او د راز راز ګواښونو سره یې مخ کوي. له همدې کبله په ټولنه کې د بېسوادۍ محوه کول د انسانانو د ګډې همکارۍ په وسیله ممکنه ده او د اسلام د نجات بښونکي دین د هدایت له مخې له بېسوادۍ سره مبارزه او د علم زده کړه الهي فریضه، د انسانانو جدي اړتیا او داسې رسالت دی چې باید هر افغان یې د خپل ځان دنده و ګڼي.

د پوهنې وزارت کلک هوډ لري چې د ستر پروردګار په مرسته او د خپلو علم پالو هېوادوالو په همکارۍ به له بېسوادۍ سره د مبارزې په لړ کې خپله دنده له بل هر وخت څخه په ښه توګه پر مخ بیایي، په دې لاره کې به خپلو هراړخیزو هڅو ته سمون بخښي او هېواد به هرو مرو د پوهنې او حیاتي سواد پر وړانګو روښانه کوي.

لله الحمد د پوهنې وزارت توانېدلی دی چې ۱۳۸۱ کال راهیسې هر کال نیم میلیون وګړو ته د سواد زده کړې خدمات و رسوي او په تېرو ۱۲ کلون کې ۴.۵ میلیونه هېوادوال د حیاتي سواد له نعمت څخه برخمن کړي.

په همدې توګه په ۱۳۹۳ کال کې ټولټال ۷۹۶۰۰۰ تنه زده کوونکي د سواد زده کړې په ۳۱۸۴۰  بابه کورسونو او ۷۸ بابه ښوونځیو کې د حیاتي سواد په زده کړو بوخت دي.

یو ځل بیا په خپلو پتمنو او علم دوستو هېوادوالو غږ کوم: راځی چې د دغه ملي آرمان په پوره کولو کې ټول د یووالي لاسونه سره ورکړو، خپلې همکارۍ سره شریکې کړو، په ګران افغانستان کې د سواد زده کړه عامه او د بېسوادۍ لویې ستونزې او ستر ګواښ ته د پای ټکی کېږدو.

په درناوي

فاروق وردګ
د پوهنې وزیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *