پښتوژبې کې تحقیقي، تخلیقي او ژباړل شوو اثاروته ډېره اړتیا لیدل کېږي، چې ژبه مو له هره پلوه بډایه شي. یو کال له مخه مې ((د پښتو نظم تاریخ لومړۍ او دویمې دورې)) تر عنوان لاندې موضوع باندې کار پیل کړ.

دا چې په  دې عنوان  بل اثر زما تر سترګو نه و، تیر شوی، په ډېرې مینې او علاقمندۍ مې خپل کارپیل کړ. ما د لرغونې او منځنۍ دورې پر ځای په ټول اثر کې د لومړۍ او دویمې دورې نومونه غوره کړي دي او په عنوان کې مې هم دا نومونه راوړي دي. په ډېرو ادب تاریخونو کې مشرانو لیکوالانو، عالمانو، محقیقینواو مورخینود پښتو ادبي دورو د نومونو په اړه داسې ویلي دي: ((د پښتو ژبې ادبي دورې د لرغونې دورې، منځنۍ دورې او معاصرې ((اوسنۍ)) دورې په نومونو يادېږي. يعنې ډېروادب تاريخونو او ادبي اثارو کې ورته پورته نومونه ټاکل شوي دي.

زماپه نظر ادبي دورو ته باید داسې نومونه  ورکړل شي، چې دايم د منلو وړ وي.  دا چې پښتو ادبي دورې درې دي او(( منځنۍ)) دوره يې په منځ کې واقع ده، نو ټولو مشرانو عالمانو او څېړونکیو دې ته د منځنۍ دورې نوم غوره کړى دى،که چېرې د ((معاصرې)) دورې نه  وروسته بله دوره پيل شي او څلورمه يا د وخت په تېرېدلو پنځمه دوره پيدا شي، نو بيا خو پورتنۍ منځنۍ دوره په منځ کې نه پاتې کېږي. چې دې ته بايد د دويمې دورې نوم ورکړل شي، يا وروستۍ دورې ته معاصره (( اوسنۍ)) دوره ويل شوې ده، که چېرې د دې  نه وروسته بله دوره پيل شي هغې ته به کوم نوم ورکوو، دا چې نن په سبا او سبا په بل سبا په دې ډول کلونه تېرېږي، وخت په تېرېدو دى او زمان په خپل ځاى ولاړ نه دى او تېرېږي، نو د معاصرې نوم هم د تامل وړ دى او پورته ادبي

دورو ته که چېرې لاندې نومونه ورکړل شي، ښه به وي، چې ډېرو کمو اثارو کې ورته ورکړل شوى دى. لکه: ((لرغونې)) لومړۍ دوره، دويمه او درېيمه

دوره دغه نومونه د ادبي دورو لپاره مناسب ښکاري، که چېرې د وخت په تېرېدو سره نورې ادبي دورې  پيدا کېږي، د نوم د کېښودلو ستونزه به يې نه وي. چې ما هم د لومړۍ او دویمې دورې نومونه ورکړي دي.

په دې اثر کې ما د لومړۍ او دویمې دورې ، چې د لرغونې دورې ادبي مکتب، بایزید روښان تصوفي، سیاسي ادبي مکتب، خوشحال خان ملي ادبي مکتب، عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او عبدالحمید مومند هندي ادبي مکتبونه پکې شامل دي، تر بحث او څېړنې لاندې ونیوه او په سیستماتیک ډول مې ددې دوو دورو د شاعرانو منظوم اثار او یا متفرقې منظومې نمونې تر بحث لاندې ونیولې.

په دې خاطر چې عنوان مې له منځپانګې سره معنوي تړاو ولري، نو ځکه مې ددې دوو دورو د شاعرانو په منثورو اثارو هېڅ بحث ونه کړ.

پښتو ژبې کې ډېر ادب تاریخونه لیکل شوي دي او په ټولو اثارو کې د ادبي دورو د ټاکلو اختلافات موجود دي او ځینې ادب تاریخونه ښکاره نیمګړتیاوې لري.

ما په دې اثر((د پښتو نظم تاریخ)) کې ځینې هغه تیروتنې چې ادب تاریخونو کې موجودې وې، اصلاح کړې او د خپل فکر تولید او نظریات  مې په اثر کې موجود دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *