په نړۍ کې هر انسان د پیدایښت له ورځې تر مرګه پورې په منظم او غیر منظم ډول زده کړه کوي او د پوهې حاصلولو په هڅه کې دي.

د پوهې ارزښت دنړۍ په ټولو ملکونو کې یوشان نه دی، په پرمختللي هیوادونو کې پوهې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او په ځینو وروسته پاتې هیوادونو(افغانستان) کې بیا پوهه په هغه کچه ارزښت نه لري، لکه په پرمختللي هیوادونو کې یې چې لري.

دلته (افغانستان)کې که یوکس ډېره پوهه لري، د دې پرځای چې د خوشحالۍ احساس وکړي، ډېر وخت د خفګان او افسردګۍ په حال کې وي. د ده پوهه چې له دې څه غواړي او دې له محیطه څه غواړي، محیط یې ورته نه شي ورکولای.
یو پوه انسان د خپل انډول برابرو انسانانو سره وخت او ژوند تیرول غواړي، خو داسې انسانان کم او یا د نشت سره برابر دي.

په یو ځنګل کې چې د ځنګل قانون وي، انسانان پکې ځنګلي او له تمدن او پرمختګله ناخبره وي، که چېرې دوی د قیمتي کاڼویوه زخیره پیدا کړي، دوی ته هیڅ ارزښت نه لري، ځکه چې دوی قیمتي کاڼي نه پیژني.

په همدې ډول چیرته چې د پوهې او علم ارزښت کم وي، هلته پوه انسان هم خپل قیمت له لاسه ورکوي، که پوه انسان هر څومره پوهه ولري، چې اکثریت مو ناپوهه وي، اقلیت پکې محوه کېږي.

که یو انسان ډېره پوهه ولري او په ټولنې کې اکثریت ولس مو ناپوهه وي، پوه انسان مجبوره دی، چې په ټولنې کې په ارادي او شعوري ډول دناپوهو سره د وخت او ژوند تیرولو هنر زده کړي او که دی ډېره پوهه هم ولري، باید له ځانه ناپوهه جوړ کړي، خو په غیر ارادي (ناشعوري) ډول کله کله پوه انسان باندې دنیا تنګه شي، وخت او زمان تیریدل پرې دوزخ شي.

استاد الفت وایي: (ماته هوښیاري او پوهه ځکه ښه ښکاریده چې ډېره لږه وه او له لږو خلکو سره وه، هر څه چې لږ وي، قیمت یې ډېر وي او خلک یې ارمان کوي، هر څوک هغه څه غواړي، چې نه یې لري.)

رښتیا چې پوهه او پوه کسان ډېر لږ دي او تر څو چې پوهه ارزانه نشي او خپل قیمت او ارزښت له لاسه ورنه کړي، یعنې پوه کسان په ټولنې کې زیات نشي، آن تر دې چې یو غریبکار، دهقان، دوکاندار او داسې نور وګړي د ټولنې مو پوه انسانان نه وي، د پوهې له بها به ناخبره اوسو او د پوهانو پر ��ای به د ناپوهانو عزت زیات وي.

د دې پرځای چې ناپوهان د خپلې ناپوهۍ نه د خفګان احساس وکړي، پوهان مو پر غم اخته دي.

بې ارزښته او ناپوهو کسانو ته پوهه هیڅ ارزښت نه لري، چیرته چې پوهه زیاته وي هلته د پوهانو ارزښت زیات وي او چیرته چې پوهه کمه وي هلته د پوهانوپرځای د ناپوهانو ارزښت زیات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *