پوهه داسې ګاڼه ده چې د هر چا په برخه کېدونکې نه ده. خو دا ګاڼه بیا د هغوی په غاړه حتمي ځلېدونکې ده چې ستړي وي او له کله یې چې خپل ښی او چپ لاس پېژندلی وي په خوارۍ بوخت وي، د علم هر دروازه یې ټکولې وي، څه یې ترې لاسته راوړې وي او هېڅ خنډ او ځنډ ته تسلیم شوی نه وي. د خپل، پردي، دوست، دښمن خبرې یې پر ځان منلې وي. ستړې، سختۍ، منډې ترړې یې ګاللې وي. ګرمي، یخني یې په ځان تېرې کړې وي او سیده د هغه موخې په لور روان شوی وي چې کم وګړي ورته رسېدلي او رسېدای شي.

دا نو د وګړو اوس په خپلې خوارۍ پورې ده. هغوی چې یو عمر یې په بې پروايۍ کې تېر کړي وي، د دې دعوه نه شي کولای چې ګنی یم که نه یم همدا زه یم، ځکه چې بلا عمر مې تېر کړی، خو په دې نه فکرمند کېږم چې دا عمر مې په څه تېر کړی دی، څه مې باید کړای وای او ولې مې ونه کړل؟

یوازې په دې ځانته کریدیت ورکوي چې ګواکې مشر یم او دا  په زړه نه ځاېدونکې وي  چې زما په مخکې را ستر شوی دې. د منصب، څوکۍ او د دوو خبرو خاوند شي، خو دا په فکر نه راولي چې هغه خو ځان خوار کړی، په هسې بنډارونو یې شېبې نه دې شمېرلي،  د هرې شېبې حساب له ځانه سره کړی  او په ټوله کې یې د ځوان او هڅاند فکر پایله ده  او اوس چې په پنځو کې شمارېدونکی دی راځه په نېک پال یې ونيسه او په خپلو نېکو مشورو او سپارښتنو یې نور هم غښتلی کړه.

دا زموږ د ټولنې ستره بدبختي ده او دا بدبختي بیا په فرهنګي کړیو او لاره کې  ډېره لېدل کېږي او د سر په سترګو یې ګورو. موږ  وایو د نن کوچنی د سبانۍ ورځې مشر دی، خو په عمل کې مو دا په زړه ځایدونکې نه ده. کم سنه ځوان دې د وړتیا له مخې وستایل شي، حق یې ادا شي او د ملنډو پرځای دې د هغه بدن کې د شته جوهر له امله درناوی ورته وشي.  د یوې خبرې کولو اجازه هم درته نه شته، خو که دې عمر لږ خوړلی و که په څه پوهېدای هم نه بس خپلې به درته ښې او په هر کار کې به ځان حق په جانبه بولې او نورو به خپل درناوي ته رابولې.

نورو ټولنې بیا دا ډول نه دي. هغوی ته هغه ارزښت لري چې د پوهې څلی یې په زړه کې شین وي. هلته عمر ته ارزښت نه ورکول کېږي بلکې علمیت ته ارزښت ورکول کېږي.

هغوی قومیت، ژبې، عمر او نورو ته په امتیاز ور کولو قایل نه دي، یوازې ورته پوه اوعلمیت ارزښت لري او ځوان کدرونه لکه سترګو کې ګاټي ګرځوي، پالي یې، ملاتړ یې کوي او دا احساس په کې را ژوندی کوي چې ګواکې ته له هغوی چې یوازې په ټولنه بار دي ډېر ارزښت لرې.

په حکومتي چوکاټ کې هم همدا کانه روانه ده او ان وبه وایو چې زموږ د ټولنې هره برخه یې نیولې . ځوان که د وزارت لیاقت درلود څوک یې په ماموریت هم نه نیسی، خو که دې شمله کږه وه، د سترخوان دې لږ اوږد وو، په درواغو دې د نورو زړه ساتلی و بس ته هر څه یې.

دلته که دې وړتیا له نورو زیاته شوه د عمر خوړلو په غم واوښتې. که دې په کومه غونډه کې د هغوی اجازت وانه خیسته او ځانګړی درناوی دې ورته ونه کړ سل یونیم سل به درپسې وتړي، خو د دې ځان خوښو په دې سر خلاصېدونکی نه دی چې شېبې تېرېدونکي او هرڅه بدلېدونکي دي. د نن کوچنی د وړتیا له مخې د  سبانۍ ورځ په مشرۍ ارزي که یې وغواړې که یې نه غواړې.

خو موږ په دې فکر چې له هغوی هر څه اوبو وړي او مسوولیت زمونږ جوړېدونکی دی، مخکې ځو.

 که همداسې مو وکړل نن دی که سبا هم به مو ټولنه له نورو سره په کتار کې ولاړه وي او هم به دا دستور نور مات شوی وي چې د عمر خوړولو په خوله دې یو څوک د وړتیا خاوند او یو څوک دې لویدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *