پوهندوی آصف بهاند 

(د پوهاند عزیز احمد پنجشیري وژنه)

زهداسې انگیرم چې استاد پوهاند عزیز احمد ته خپل تخلص بلا بوټه کړه او د خپلو کلیوالو، وطندارو د ناپوهۍ او تېروتنو پور ده پرې کړ. پوهاند عزیز احمد پنجشیري د یوې نا اهله سیاسي نظامي قاتلې ډلگۍ د میلونونو تېروتنو پور پرې کړ.

په ټینگار سره ویلای شم چې پوهاند عزیز احمد پنجشیري د کابل پوهنتون د وتلو او پوهو استادانو د لومړي کتار په سر کې ځای درلود، هم د پوهې له مخې او هم د وطنپالنې او خلکو سره د مینې له مخې. 

پوهاند عزیز احمد پنجشیري د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د جغرافیې ډیپارتمنت یو له هغو استادانو ځينې و چې پر خلکو او وطن باندې مین و. پوهنتوني چاپېریا، استادانو، محصلینو، مطالعې او په تېره څېړنې سره یې لیونۍ مینه درلوده. ما په ساعتونو ـ ساعتونو او لا ورځو ـ ورځو بنډارونه ورسره کړي دي او دې موده کې یې هېڅکله ما خوله بې له خندا نه وه لیدلي. 

ما ته د شپېتمې هجري لمریزې لسېزې د پیل په کلونو کې، د څه مودې له پاره د کابل پوهنتون د نشراتي ارگان «اجتماِي علوم» مجلې د مرستیال مدیر دنده راسپارل شوې وه. مجله به مو یا د کابل پوهنتون په چاپخونه کې او یا د لوړو زدکړو وزارت په مطبعه کې چاپوله، کله ـ کله به مې په یادو چاپوخونو کې لیده چې د خپلو کتابونو پروفونه به یې تصحیح کول او یا به د خپلو درسي کتابونو د گستتنرونو په چاپ باندې لگیا و. او کله ـ کله به د مجلې دفتر ته راته، خپلې مقالې به یې د چاپ له پاره راوړي او بیا به د مجلې له مسؤل مدیر پوهاند الهام سره کېناسته او له هغه نه به یې ځینې پوښتنې مطرح کولې او علمي بحثونه به یې کول. 

ډېر ځلې به یې د تاریخي جغرافیې په باب له علامه رشاد او بیا له پوهاند الهام سره بحث کاوه او له هغوی نه یې د ځینو ټاکلو ځایونو د نومونو په باب داسې پوښتنې مطرح کولې چې هغه درانه استادان باید د هغو ځایونو نومونه د ژبپوهنې د علم په رڼا کې وڅېړي او… 

همدا نن خبر شوم چې د پوهې دا گنجینه هم د ټوپکیانو د ناپوهۍ او خپلمنځي تضادونو په سیوري کې خپل پرباره ژوند له لاسه ورکړ. 

د علم دا شنه ونه طالبانو په بغلان کې غوڅه کړه او د هغه د کورنۍ، همګارانو، شاگردانو او لارویانو په زرگونو ارمانونه یې تر خاورو لاندې کړل. زه یې داسې انگیرم چې استاد پوهاند عزیز احمد ته خپل تخلص بلا بوټه کړه او د خپلو کلیوالو، وطندارو د ناپوهۍ او تېروتنو پور ده پرې کړ. پوهاند عزیز احمد پنجشیري د یوې نا اهله سیاسي نظامي قاتلې ډلگۍ د میلونونو تېروتنو پور پرې کړ.

د پوهاند عزیزاحمد پنجشیري یو همکار او مینه وال، ښاغلی عبدالغفور لېوال د ده د مړینې په باب داسې خواشیني څرگنده کړې ده:

«خورا خواشینی یم، خبر شوم؛ چې پوهاند عزیزاحمد پنجشیري شهید کړای شوی دی.

پوهاند پنجشیري د تاریخي جغرافیې پیاوړی پوه او د ټولنیزو پوهنو متخصص افغان استاد و. له ما سره په ګڼو فرهنګي کمیسیونونو کې همکار او ملګری پاته شوی و، ملي روحیه یې درلوده او افغانستان پرې خورا ګران و. ارواښاد اوږده موده د هېواد بچیان روزلي ول او د ګڼو خپرو شویو اثارو لیکوال و.

ده په ډېره تواضع ځان د پوهاند علامه حبیبي، اکادمیسین پوهاند رشاد، استاد کهزاد، پوهاند دکتور حسن کاکړ، پوهاند میرحسین شاه او نورو لویو استادانو شاګرد باله.

پر غور او غوري واکمنیو یې خورا ښه څېړنه کړې وه او د ورېښمو د لارې تاریخي تګلوري یې پېژندل.

هېره دې نه وي، چې نوموړی د افغاني هویت ټینګ پلوي و او د (افغان) نومونې په اړه یې په زړه پورې نظریات درلودل، چې په باور یې دا نوم خورا پرتمین او لرغونی دی.

زه د دغه بې ازاره او دانشمند افغان وژل یو پرېوتی او ناانساني جنایت بولم او د افغانستان فرهنګي ۔ اکاډمیک کول و کهاله ته یې د تشې تسلیت وایم.

الله عالم دی او د علم مینه وال بښي، پر ګور یې نور شه!»

د پوهاند عزیزاحمد پنجشیري ځای به 

د افغانستان په علمي کورنۍ تر ډېرو تش وي.

کورنۍ ته یې او د افغانستان علمي کړیو ته یې د نه شتون تسلیت وایم.

خدای دې ورباندې ورحمېږي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *