سرليکنه \ اداره –
هر انسان فطرتاً په بالقوه توګه ډېر ستر ځواک او لوی استعداد دی، هر انساني مغز خورا پېچلی جوړښت، د مختلفو دندو د اجراء لپاره عجائب میکانېزمونه او دهر ډول نوښتو لپاره له تصوره ورها خوا ظرفیت لري؛ البته د وګړي په کوپړۍ کې پراته پټ ځواکونه په خپلسرې توګه سر نه را پورته کوي، دا باید وخوځول شي، را ویښ کړه شي، وروزل شي، او وده ورکړه شي.
هر انسان، چې هر څومره یې د سیسټماټیکې روزنې لپاره زمينه زیاته وي په هماغه کچه یې ذهني وده چټکه، فکري قوه پیاوړې او مغزي خلاقیت یې ډیر وي.
موږ چې کله د ودان افغانستان ګوند له سټېجه د ویښتیا او روښانتیا شعار ورکوو نو مانا یې دا نه ده چې افغان انسان په فیزیولوژیک ډول له خوبه را ویښ شي او په فزیکي ډول دي اور ور واچول شي چې روښانه شي بلکې مفهوم یې دا دی چې په روحي توګه د جهالت، لټۍ، بې تفاوتۍ او سرناخلاصۍ له خوبه راویښ شي، ذهن یې په معنوي ډول روښان شي، د فکري فعالیت له مخه یې هر قید وبند لیري کړه شي او د کائناتو د ساینسي واقعیتو پېژندنې لپاره یې د ذهن ټولې دروازې وازې کړه شي.
د نورې دنیا رسالتمن مخلوق د پوهې له دغو پړاوو څخه ور تېر شوی دی، هغه د خپل انساني رسالت معراج ته د رسېدا سم مسیر پېژندلی دی خو یوازې افغان انسان دی چې لا یې ژوند د منځنیو پېړیو له تورتمه عبارت دی.
افغان انسان په طبیعي لحاظ له بل هر دنیاوال سره هېڅ توپېر او نیمګړتیا نلري خو بل هر یوه د ژوند اصلي مانا پېژندلې او د دې مانا ساده او آشنا نوم کار دی، پرلپسې کار، ستړیا نه منونکی کار، شپه و ورځ کار او همېشنی کار؛ خو زموږ وطنوال لکه د هابیل مړی، دنیا یې پر اوږو ګرځوي او دا د یوه تاریخي ملت لپاره په یویشتمه پېړۍ کې ملي شرم دی چې د نړیوال بشر د خواریو او قربانیو په قیمت کشف کړي انساني لارې-چارې نه پېژني، نه یې هڅه کوي او نه بل څوک ور پرېږدي. بني آدم روبوټ نه دی چې په ریموټ کنټرول یوې-بلې خوا ته یووړه شي، مګر د نننۍ ټیکنالوژۍ په نړۍ کې افغان انسان تر یوه روبوټ ورها خوا بل ماهیت نشي ثابتولای، آن تر روبوټ یې هم قدر و قمیت راټیټ دی ځکه روبوټ ډېره لوړه بیه لري او تاسو به یې چندانې د تخریب خبر نه وي اورېدلی خو هره ورځ به د لسګونو افغانانو د مفتو وینو تویېدو راپورو ته بې تشویشه غوږ یاست، د دې مانا څه ده؟
د ودان افغانستان ګوند د سیاسي فلسفې ستون فقرات له دغې موخې جوړ دی چې افغان انسان د بشري نړۍ په مشترک کور کې خپل انساني حیثیت وپېژني او علماً یې تر لاسه کړي. شک نشته چې په افغانستان کې اکثر مهال د ګوندي- تنظیمي فعالیتو او سیاستو په نتېجه کې افغان ولس د تباهۍ ډب ته پورې وهل شوی دی؛ د خلکو د خدمت په شعار خلک په خواریو اخته کړه شوي دي، له همدې ځایه ده چې زموږ په سیاسي جغرافیه کې پر سیاسي مؤسسو د باور کچه صفر ته راټیټه شوې آن تف لعنت پر ویل کېږي په داسې حال کې چې مثبت سیاست د یوه ملت صحت ته لکه اکسېجن هومره اهمیت لري.و.ا.ګ د دې مسلې د حل لپاره دا سي علمي فورمول رامنځته کړی چې افغان انسان هله له پرلپسې سیاسي غولونو خلاصېدای شي چې ذهن یې د علم په رڼا روښان شي، د غفلت له خوبه را ویښ شي، د فکري فعالیت ځواک یې هغه برید ته پورته شي چې د هر چا په شیطانت او منافقت یې سر خلاص شي او د مغرضو مفادپرستو سیاستوالو ښکار نه شي، پر همدې بنسټ زموږ ګوند د غړیتوب لپاره لس اساسي ټکي د حتمي شرط په توګه ټاکلی دي او د لسو د سر- سر ټکی یې داسې دی:
«د ګوند هر غړی دنده لري چې د ګوند غوښتنې ژورې و پېژني او د امکاناتو په چوکاټ کې پرلپسې د خپلې علمي او سیاسي پیاوړتیا هڅې وکړي/ تګلار، مخ ۷۰»
هر څومره چې د یوه انسان د سیاسي شعور وړتیا اوچته وي نو هومره به یې د ښویېدو د پېښېدا کچه کښته وي.
موږ هېڅوک نه شو غولولای ځکه چې زموږ اصلي شعار له خلکو سره تیوریک کار او د هغوی علمي معراج ته د رسېدا هڅونه ده.
د پوه سړي د تېرایستلو امکان کم وي.
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳