هند د افغان حکومت د درنو وسلو غوښتنه رد کړې او د سپكو وسلو د وركولو ټټر يې وهلى دى. څه وخت وړاندې ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي چارواکو غوښتي وو، چې ورسره په پوځي برخه کې مرسته وکړي او د دې غوښتنو یو نوملړ یې هم هندي لوري ته سپارلی و.

هغه مهال هند د دې مرستې د ورکړې ژمنه کړې وه؛ خو اوس د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي، هند داسې وضعیت کې نه دی، چې له افغانستان سره د درنو وسلو مرسته وکړي او نه دې مرستې ته لېواله دی.

نوموړي تېره ورځ په هند کې په دې اړه خبریالانو ته ویلي، چې دوی پرېکړه کړې، چې له درنو وسلو پرته به د نورو توکو مرسته وکړي، خو د داسې توکو مرسته به ونه کړی، چې وژنې رامنځته کوي.

هغه ویلي، هند له افغانستان سره ډېرې مرستې کړي، خو زیاته کړې یې ده له افغانستان سره د وسلو مرسته حساسیتونه راپاروي او دوی نه غواړي، چې په دغو حساسیتونو کې ښکېل شو.

خورشيد دا هم ویلي، له داسې لارې باید له افغانستان سره مرسته وکړي، چې ستونزې جوړې نه کړي. د ده په خبره، په اوږده مهال کې د افغانستان تر شا ولاړ دي او یوازې به یې پرېنږدي.

هغه دغه ډول نیوکه کړې، چې افغان حکومت ورته د وضعیت روښانه تصویر نه دی ورکړی او نه هم امریکا کولای شي، چې ورسره روښانه وضعیت شریک کړي او حتی تر دې چې د اسیا د زړه په کنفرانس کې هم افغانستان ونشو کولای د افغانستان د راتلونکي په اړه روښانه پلان وړاندې کړي او ټول په انډول نپوهېږي چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته به څه پېښېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هم خلک د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنې لري او حکومت خلکو ته په دې اړه کافي ډاډ نه دی ورکړی.

هند ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال ګڼو رسنیو دا سفر ګټور وباله او خپله د ولسمشرۍ ماڼۍ هم له دې سفره خوښي وښوده.

خو له هماغه مهاله دا اندېښنې هم را پورته شوې وې، چې ګوندې افغان دولت په زوره په افغانستان کې د سیالۍ نوی ډګر پرانیزي.

افغانستان له پاکستان سره ستونزې لري او له هند سره نږدې اړیکي لري. دغه ډول هند هم له پاکستان سره ستونزې لري. همدغو ستونزو په افغانستان کې د هند او پاکستان ناسالم رقابت ته زمینه برابره کړې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې له مقابل لوري ډېر واک او نفوذ ولري.

که څه هم چې تر ډېره د پاکستان رول او لاسوهنه وېجاړوونکې او د هند له حکومتونو سره په ښو اړیکو ولاړ ده، خو له هنده د افغان حکومت نوې مرسته دغه رقابتونه لا خونړي کولای شي. په حقیقت کې باید ووایو چې ولسمشر کرزي له هند نه د پوځي مرستې په غوښتلو کې تېروتنه کړې وه.

په کار وه چې له وضعیت نه په پوره درک سره د پوځي مرستې د غوښتلو هوډ شوی وای. په سیمه کې له هند سربېره دوه نور پیاوړي هېوادونه هم شته چې چین او روسیه دي اوهغوی کولای شي له افغانستان سره پوره مرسته وکړي، په کار وه چې مرسته له هغوی غوښتل شوې وای.

ځکه لومړی خو هند دومره وړتیا او توان نه لري، چې له افغانستان سره پوځي مرسته وکړي او یا افغان پوځ په پښو ودروي او دویم دا چې هند عملاً په افغانستان کې د پاکستان اندېښنې نورې هم زیاتولی شي او پاکستان یې بيا ځواب د وسله والو ډلو په واسطه وايي.

بله خبره دا ده، چې امریکا او ناټو د افغان پوځ د جوړېدو مسوولیت لري او په کار ده چې لومړی د خبرو له لارې هغوی ته قناعت ورکړل شوی وای او په دې برخه کې ترې ډېره مرسته غوښتل شوې وای. خو که هغوى بيا هم دې كار ته نه واى چمتو شوي له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناوړه وضعیت اندېښنې له چین او روسیې سره شریکې شوې وای او ترې مرسته غوښتل شوې وای.

د هند دا ناغېړي کېدای شي د پاكستان حساسیت ته په نغوته وي او يوه روښانه او پياوړې دپلوماسي هم د دې غوښتنه كوي چې د افغانستان غوندې له بې ثباته هيواد سره او دا چې سياسي مشران يې هم د بحران حل نه شي وړاندې كولى او په فساد كې ډوب وي، نو د وسلو مرسته ورسره ډېره لانجمنه مساله ده. په يوې اغېزناكې او فعالې دپلوماسۍ كې له افغانستان سره پوځي مرستې له دې سره اړيكي لري چې له دې وسلو د چا په وړاندې كار اخستل كيږي، د ولس په وړاندې خو به نه استعماليږي او دا وسلې له امنيت او ثبات سره څومره مرسته كولاى شي.

افغان دولت او واكمن په دې حد كې نه دي چې غټه پوځي مرسته ورسره وشي، ځكه د افغانستان حالات ثابت نه دي او كه څوك له دغه حكومت سره مرسته كوي، نو كيداى شي سبا په يوه بدلون راتلو سره د دوى وسلې پخپل منځي جګړو كې وكاريږي او لكه د تنظيمي جګړو پرمهال ولس پرې قتل شي او يا لكه نن د سوريې غوندې چې خپل ساخت كمياوي وسلې يې اوس د ولس د وژلو لپاره كارول كيږي په داسې حال كې چې دغه وسلې د سوريې د دفاع لپاره جوړې شوې وې.

په کار ده چې حکومت په دې اړه له سره غور وکړي او له چین او روسیې نه په دې برخه کې مرسته وغواړي.

خدمتګار ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *