تاند – د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) په یوه بیان کې ویلي،‌ چې هغه خلک چې د برما مسلمانانو سره مرسته کوي ترهګر دي.‌

د پاکستان ای آر وای تلوېزیوني چینل د پوځ د عامه اړیکو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس ویلي چې برما ته تلونکي کسان یې چې هغوی ترهګر یاد کړي دي نیولي دي.‌

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې برما ته تلونکیو ترهګرو سره یې وسلې هم نیولي دي.‌ ای آر وای نه دي ویلي چې برما ته تلونکي کسان چا لېږل.

د پاکستان پوځ، د برما حکومت سره چې ان یو شمېر غیرمسلمانو هېوادونو یې د مسلمانانو پر ضد ظلمونه غندلي دي،‌ د وسلو برابرولو تړون لري.

یو شمېر مبصرین دا هم وایي چې د برما مسلمانان په هماغو وسلو وژل کیږي چې د پاکستان پوځ یې د برما امنیتي ځواکونو ته ورکوي.‌ (د برما او پاکستان تر منځ د پوځي تړونونو په هکله راپور)

دا لا معلومه نه ده چې د پاکستان پوځ دا کار او اعلان د سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په وړاندې د نومرو جوړولو لپاره کار کړی او که د برما پوځ سره د خواخوږۍ لپاره.‌

د پاکستان پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني د خپلې واکمنۍ پر وخت په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو نه هم غوښتنه کړې وه چې له لیرې دې مهمات نه راوړي چې قېمته ورته تمامېږي او په افغانستان کې د جنګېدلو لپاره دې له پاکستان څخه مهمات واخلي.‌

2 thoughts on “د پوځ د عامه اړیکو اداره:‌ د برما مسلمانانو سره مرسته کوونکي کسان ترهګر دي”
  1. پاکستان د نړۍ د ترهرګرو روزنتون دی.
    د نړۍ په هرګوټ کې چې د ترهګرو ، دهشتګرو ، شراچوونکو او تروریستانو ډله وي د پاکستان نوم حتما ورسره نښتی دی.
    لاتر اوسه د نړۍ مسلمانانو د ډګروال محمد ضیا الحق پاکستانی قوماندان پواسطه د 35000 فلسطینیانو قتل عام د 1970 کال په سپتمبر کې د اردن په هېواد کې ندي هېر کړي. ( ضیاالحق د فلسطینیانو له قتل عام وروسته د اردن هېواد تر ټولو لوړ نشان تر لاسه کړ او په پاکستان کې د جنرالي رتبه واخېسته . نوموړی وروسته دې یوې کودتا په نتیجه کې د دغه هېواد واک تر لاسه کړ او له 1977 نه تر 1988 پورې د پاکستان نظامي دیکتاتور واکمن وو).
    د افغانستان مظلوم ولس له 1978 نه تر نن پورې د پاکستان د نظامیانو او مذهبي افراطیانو له لاسه په سره اور کې سوځي.
    د چیچینیانو ، آیوغوریانو ، ازبکانو ، تاجیکانو ، کشمیریانو ترهګر هلته روزل کيږی او بیا د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادریږي.
    د شرم دا وروستی پیټي هم له پاکستان سره تړاور لري. د برما مظلوم مسلمانان د دغه ترهګر هېواد له لاسه کړيږی او د نړۍ د مشهورې قصابې آنسان سوچي – د برما واکمنې له خوا ژوندي په اورو کې کباب کيږي. د پاکستان دولت د انسانانو قصابې ته نظامي مرستې برابروي چې د هغوي په وسیله انسانان او مسلمانان قتل عام کړي.
    د ضیاالحق په باب نور معلومات دې سایت کې وګورئ:
    https://ps.wikipedia.org/wiki/محمد_ضیا_الحق

  2. د پاکستان پوځ به دا منحوس سیاست د مخلوق سره وکړي خو دوي دي په دي هم پوه سي چي یو خالق هم سته چي د خپل مظلوم مخلوق انتقام اخستلاي سي نو که څوک پر دي خبره عقیده لري انتظار دي وکړي اوبیابه يي و ویني د الله جل جلاله انتقام اخستل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *