کندهار، افغانستان- د پښتون لوى شاعر پيرمحمد کاکړ د دېوان د بشپړېدو د ٢٤٠ کليزي په مناسبت دوې ورځنۍ علمي څېړنغونډه جوړه سوه.

په څېړنغونډه کي، چي د ښاروالۍ په عبدالرحمان لودين تالار کي جوړه سوې وه، د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالقديم پتيال، ښاروال محمدعمر عمر، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل، د ولسمشر فرهنګي او علمي مشاور سرمحقق زلمي هېوادمل، د افغانستان د راډيو ټلوېزيون عمومي رئيس زرين انځور، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مشر عبدالغفور لېوال او يو شمېر نورو شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړى و.

نن د پيرمحمد کاکړ د دېوان د بشپړېدو د ٢٤٠ کليزي په مناسبت دوې ورځنۍ څېړنغونډه جوړه سوه. په څېړنغونډه کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا خوښي څرګنده کړه چي کندهار يو ځل بيا د يوې علمي څېنغونډي کوربتوب کوي. والي له راغلو مېلمنو څخه ځانګړې مننه وکړه چي دغه ډول علمي سيمينارونه يې منور کړي دي. د ښاغلي ويسا په خبره، دغه علمي سيمينار که له يوې خوا د پښتو ژبي د نوميالي شاعر په باب په ځان کي ډېر علمي ارزښتونه لري، خو بل لوري دا پيغام له ځان سره لري، چي کندهار که له يوه طرفه په سياسي او اجتماعي عرصو کي د حساب وړ ګڼل کېږي، نو پر بل اړخ په علمي او ادبي برخه کي ځانته د يوه خاص نامه څښتن هم بلل کېږي. والي زياته کړه: ” دغه رنګه تحقيقاتي او علمي سيمينارونه يوازي د اړوند شخص د حق ادايني په خاطر نه، بلکي ځوان او اينده نسل ته د يوه خاص پيغام د ورکولو په مانا دي. زما د کندهار ولايت له ټولو تعليمي او تحصيلي دولتي او غير دولتي موسساتو څخه خواهش دی، چي دغسي علمي مسايلو ته خاصه توجه وکړي، په خاصه توګه د کندهار پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي د ادبياتو ډيپارټمنټ، ژورناليزم پوهنځي، ادبياتو پوهنځي او د ښوونکو د روزني د علمي موسسې له مسوولينو څخه مي غوښتنه ده، چي د محصلينو د مونوګرافونو په عنوانو او موضوعاتو کي خاص دقت وکړي او د تحقيق د اصولو سره سم نوي او مهم موضوعات انتخاب کړي.”

کندهار والي زياته کړه، خوښ دى چي د پښتو ادب د منځنۍ دورې د پياوړي شاعر پير محمد کاکړ د دېوان د بشپړېدو دوه سوه څلوېښتم کال پوره کېږي. پير محمد کاکړ په شعر کي ځانته خاصه شېوه او طرز درلود. نوموړی سربېره پر دې چي د لوی احمدشاه بابا د زوی (شهزاده سلېمان) استاد وو، يو ډېر ښه اجتماعي شخصيت هم وو. پير محمد کاکړ پر شاعرۍ سربېره د پښتو ژبي لومړنی لنډکی ګرامر د (معرفة الافغاني) په نامه هم په (١١٨٦هـ ق) کي ليکلی دی. ويل کېږي، چي پير محمد کاکړ د (پښتنو تاريخ) په نامه هم يو اثر کښلی وو، چي له بده مرغه هغه اوس په لاس کي نه سته.

کندهار والي د ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي د پيرمحمد کاکړ د دېوان د بشپړېدو د ٢٤٠ کليزي په باب پيغام هم غونډي ته وړاندي کړ. په پيغام کي راغلي ول، چي پير محمد کاکړ يو مبتکر شاعر و او د اشعارو يو ښه دېوان ځني پاته دی چي سږکال يې د تکميل دوه سوه څلوېښت کاله پوره سول. په پيغام کي ويل شوي ول، پير محمد کاکړ د پښتو د نظم او نثر پر ليکلو سربېره په دري ژبه هم نظم او نثر ليکلی دی او په دواړو ژبو د شعر او نثر په ليکلو کي برلاسی وو.

د اطلاعاتو کلتور رئيس دواخان مينه پال غونډي ته د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين پيغام وړاندي کړ. په پيغام کي ليکلي ول، چي پيرمحمد کاکړ خپل عصر يو پياوړ شاعر او اديب و چي دا دى کندهار يې د دېوان د بشپړېدو کليزه لمانځي. نوموړي خوښي وښوده چي ځوانان د پيرمحمد کاکړ پر پل قدم ږدي او لار يې تقيبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *