څه کم درې سوه کاله ترمخه د کندهارپه احمدشاهي ښار کي يو داسي څوک اوسيدى، چي د شعر، تاريخ او استادۍ په ډګرونه کي يې تراوسه هم نوم ځليږي.
دغه کس دوه سوه څلوېښت کاله وړاندي د خپلو شعرونو دېوان بشپړ کړ، چې په دې دومره وخت کي يې د شعرپر بېلا بيلو اړخونوليکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو ډېر څه ليکلي، خو لاهم ډېر نور څه سته، چي څېړني ته اړتيا لري.
لومړى درسي کتاب، چي مخکي په تيروتنه د پښتو لومړنى ګرامر بلل کېدى، خو اوس اديبان دې پايلې ته رسېدلي دي چي دا درسي کتاب دى نه ګرامر، همدغه کس ليکلى دى.
دغه درسي کتاب (معرفته الافغاني) نوميږي، چي په ( ١١٨٦هجري قمري ) کال د لوى احمدشاه بابا د زوى شهزاده سليمان لپاره ليکل سوى دى.
ياد استاد او شاعر د (پښتنو تاريخ) په نامه هم يو اثر لري.
دغه دروند شخصيت پيرمحمد کاکړ نوميږي، چي اصلا د ږوب اوسيدونکى او په خپله سيمه کي په ملا پيرمحمد مشهور و.
پيرمحمد کاکړ په کندهار کي حق ته لبيک ويلى او جنازه يې په همدغه احمدشاهي کندهار کي خاورو ته سپارل سوې ده.
له بده مرغه څه کم درې پېړۍ ددغه لوى عالم او پېژندل سوي شاعر قبر له موږ څخه ورک و.
عام ولس، شاعران، ليکوالان او د پوهنتون استادان د پيرمحمد کاکړ له نامه او حالاتو څخه خبر وو، ليکن د مزار په اړه يې کره معلومات له چاسره نه وو.
د قبر د ځاى په اړه يې يوچا يوڅه او بل چا بل څه ويل.
په دې وروستيو کي د همدغه درانه شاعر د دېوان د بشپړېدو ٢٤٠ کليزه په کندهار کي ولمانځل سوه، نو د لمانځغونډي په پرېکړه ليک دا خبره راغلې وه، چي:
(ددغه علمي شخصيت قبر دي لومړى تثبيت او وروسته دي ورغول سي.)
له نېکمرغه دا لومړى ځل دى، چي نه يوازي د سيمينار پرېکړه پروخت عملي کيږي، ترڅنګ يې د اديبانو نږدې د درې سوو کلنو ورکه هم ورسره موندل کېږي.
اوس موږ کولاى سو، چي د کندهارښار د حضرت جي بابا زيارت ته نږدې د پيرمحمد کاکړ د قبر سرته ودريږو او ددعاء لاسونه لپه کړو.
زه خپله داډول ريښتني فرهنګي هڅي، چي خورا سترکار دى، ستايم، ځکه موږ پيرمحمد کاکړ درلود، دېوان يې سته، درسي کتاب يې کره کتوونکي او څېړونکي لولي، خو قبر يې راڅخه ورک و.
دداسي قبرونو لټون په هرڅه ارزي، د کندهار اطلاعاتو کلتور رياست ته ښايي، چي په دې اړخ کي هلي ځلي نوري هم ګړندۍ کړي.
د هغو نورو مشاهيرو قبرونه، چي په د کندهار سته او له خلکو څخه ورک دي، د مشرانو، استادانو، پوهانو، ليکوالانو او قلموالو په همکارۍ لومړى تثبيت او بيا يې د امکان ترکچې رغوني او ډبرليک ته پاملرنه وکړي، کيداى سي په راتلونکي وخت کي دا لړۍ نوره پسې وغزيږي، چي په دې ډول به مو ډېر نور ورک قبرونه موندل وي.
٢١ – ٠٨ – ٢٠١٤ کندهارښار