د ژمي ماښام و. تياره خورېده. له لرې د جنراتورو غږ راتلو؛ نجلۍ د تيارې كوټې له كړكۍ بهر ته كتل. راديو يې تر څنگ وه، د سندرې ټيټ غږ و.
ور خلاص شو. د څراغ رڼا كوټه روښانه كړه، نجلۍ مخ وره ته واړوه.
- او نجلكۍ! ماښام دى. گناه لري. دا ساز دې بند كړه د سندرې غږ ورك شو څه ته په دې سړه خونه كې ناسته يې؟ پلار دې چې راشي كرجنېږي، څو ځلې يې درته ويلي چې په يوه ځاى را غونډېږئ؛ كه ته يې، كه دې دا نور وروڼه او خويندې، هر يو مو بېل بېل ناست وئ.
- ښه سمه ده مورې، درځم …
پاڅېده، لا ورته نه وه رسېدلې چې مور یې غږ ورباندې وکړ
- لرگي خلاص شول، ورشه د پس خانې نه نور لرگي راوړه، بخارۍ كې لا اور شته، زر يې راوړه چې په همغه اور يې وركېږدم.
د مور له لاسه يې څراغ واخيست او روانه شوه څو شېبې وروسته راننوته، مور يې له لاسه لرگي واخيستل، خونه يې وڅارله، پلار لا نه و راغلى يوه ورور يې گېم كولو، بل يې فېسبوك خلاص كړى و، د خور يې گوشكۍ په غوږو كې وې، بلې يې هم د موبايل صفحې ته سترگې نيولې وې. چوپه چوپتيا وه، مور لرگي بخارۍ ته كړل نجلۍ مور ته وكتل:
- ولې داسې چوپ ناسته يې!؟ – نو څه وكړم؟ له چا سره وغږېږم؟ خداى دې دا د پېريانو صندوقونه ورك كړي چې يوه شېبه يې له ځانه نه لېرې كوي؛ ته ورته وگوره! ټول يې داسې په مرض اخته كړي دي.
.ښکلې تجربه؛ له پند ډکه، په دې هیله چې د پېریانو له دې صندوق څخه په وخت مناسبه او اغیزمنه ګټه واخیستل شي.
درنښت