پسته
د پيستې غذايي ارزښت :

دپستي زړي زيات په خوراکي شيانوکي استعماليږي اود خوند له مخي زيات خوندوردي ، چي د خوراک تيل تري لاس ته راځي خو ولي په تجارتي سطحه لاس ته راوړل يې مشکل دي ، اود پستي د ميوي څخه د ذايقي ډکه مربع جوړيدلی شي اوپسته د کيک ، کلچي ، فيروني ، شيريخ ، شيرني اوالکولي مشروباتوکي هم استعماليږي ، شني پستي د کوپړۍ، غوزانو او بادامو د چارمغزيورسره يوځاي اسونډيني ګوړي په جوړولوکي ورڅخه کار اخستل کيږي.

په سل ګرامه خوراکي برخه کي د پيستي غذائي ارزښت:

پروټین ۲۰ ٪ ، کاربو ها یډریت ۱۶ ٪، فایبر ۲۰ ٪ ، شوګر ۴ ٪ ، فیټ ۵۰ ٪، اوبه ۵٪ ، تیامین بي ون ۴۸ ٪ ،( مګنيشم ، پوتاشيم ، فاسفورس ، اوسپنه ، کلسيم ) ۲ ٪ ،۱۰۰ ګرامه پسته ۶۰۰ کالوری تولیدوی بغیر د کلیسترول څخه.

طبـــــــي اســـــــتعمال:

د پستي څخه راز راز دواګاني جوړیږي ، لکه د ارام لپاره اود قوت لپاره تري دواګاني جوړيږي په چين کی دا نبات د خيټي د ناروغۍ ددانو اوزوؤ ، د سيني د مرض ، د پیچش ، د ماشومانو ناروغيو، روماتيزم ، اود جګر د ناروغيو لپاره استعماليږي.

بــــو تانيکي تشـــــــريح

د ودي عادت : د پيستي ونه پلنه ، ببره او د پاڼریژو ونو له ډلي څخه ده.

پسته يوه پراخه لرګين نبات دی کوم چي۲۵-۳۰ فټه جګوالی لري يوه ياڅوتني لري د مناسبه شرايطولاندي کيداي شي چي د پستي وني ژوندۍ پاتي شي اود سليزوکلونوپوري توليد ورکړي ، د پستی دوني نمو بطي ده.

د پستی د ونی پاڼي :

پسته غټي او پاینیټلي کمپونډ پاڼي لري چي پاڼي یی ګرد چاپيره ۳-۵ پوري برګچي لري ، اوپاڼه ئي ۲-۴ انچه پوري اوږدوالی لري د پيستي د وني یوه څانګه اوږده او د ۳-۵ پوري ګردۍ غوندي پاڼي لري، خړیا خا کستري رنګ لري د پستي د ونو ريښي دTap root سيتم لرونکي دي چي ترډيره حده پوري په خاوره کی نفوذ کوي.

خـــاوره او اقليم :

پيسته په ښه زهکشي شوؤ اوژورو خاورواو لومي خاورو کي ښه لوړتولید ورکوي اودلوړPH   کي هم لوړتوليد ورکوي ، پسته د نورو ميوه دارو ونو په نسبت القلي اومالګينو خاورو کي ښه مثبته نتيجه ورکوي ، اوهمدارنګه پيسته په هغه ځمکه کي چي واټرټیبل سطحه ئي ښکته اوپه ضعيفه خاوروکي هم وده کوي.

توافــــق:

پيسته د مديترانۍ اقليم سره ښه توافق ښيي ، پيسته په هغه منطقوکي کرل کيږي چيرته چي يخ منی ولري ترڅو وکولای شي چي دغوټو ډارمینسي ماته کړي ، د ګرمۍ په موسم کي ډير لوړ حرارت اولوړرطوبت د پستي ونه په مختلفو امراضواخته کوي اوهمدارنګه ګرم اوږده پسرلي ته ضرورت لري پسته د وچکالۍ اود اوړي ډيري ګرمۍ په مقابل کي يو مقاوم نبات دی مګر زياتي تودوخي اواوچت رطوبت نه شي برداشت کولای ، پيستي سړي هوا ته ضرورت لري د ۶۰۰-۱۵۰۰ ساعتونوپوري دوام کوي.

د پستي ګل:

د پستي نارينه اوښځينه ګلان په بېلابېلو نايلګيوکي پيدا کيږي ګلي سيتم ئي وړوکی اونری دی په لرګينو ښاخونو باندي يو کال وروسته شين رنګه ګلان توليدوي ، ګلان ئي دپیټلونو د کمښت سره مخامخ دي او تر ۵ پوري سیپلونه لري ، نارينه ګلان ئي پنځه سټامینونه لري اوښځينه ګلان ئي دسټامین د کمښت سره مخامخ دي ،او يوټرای کارپیليټ اود سوپیریراووری لرونکي دي.

(٢) د پستی ګل ښائې

ګرده افشاني : پسته د باد په ذريعه القاح کيږي خوبيا هم د شاتومچۍ د نارينه ګل پواسطه جذبيږي اود پستي ښځينه ګلانو سره د ګردي کمبود له وجي د شاتومچۍ دلچسپي نه ښۍ ، د پستي په باغ کي د لمسوونو لپاره ګرده ورکونکي وني بايد وکرل شي.

تکثير: په عام طورسره پيسته دbudding ، Grafting اوseedling پواسطه تکثيرکيږي کله چي د پستي نيالګی يوکلن يا دوه کلن شي نود T. Budding او   chip budding په کي اجراکيږي.

اوپه کالیفورنیا کی د Scion د ایښودلو لپاره دغه روټ سټاکونه استعمالیږي

  1. atlantica, P. terebinthus, P. integerring

دا ځکه چی د نیماتودونو او د خاوري اود فنګسونو په مقابل کی مقاوم دي.

ميــــــــوه :

ميوه ئي drupe ده ، د پستی مستطیل ډوله هسته چي ( ۱ ) انچ پوري اوږدوالی لري او( ۱/۲) انچه دایروي قطر لري او د نري هډوکین پوستکي لرونکي ده خوبيا هم په مارکيټ کي د زړو په توګه خرڅيږي پوستکۍ یی نري اوغوښين دي ، د پستي ميوه د انګورو د وږي په شکل په څانګوباندي را ښکاره کيږي د پستي د ميوي هغه برخه چي کرل کيږي د خوراک وړده د پستي ميوه تقريبا (۱ (انچ اوږدوالی لري چي د غوښين اورنګين پوخ پواسطه پوښل شوي ده ، د پستي ميوه کله چي په بوټي کي پخه شي نوپه نارمل حالت په اوږدوالي باندي چوي اوپه غير مساعدو شرايطو کي نه چوي د پستي د زړي په ترکيب کي په زياته اندازه غوړ موجود دي چي په اوسط ډول په ۵۵٪ ته رسيږي ، د پستي وني ( ۵-۸ ) کالو په موده کي ميوه توليد وي دپستي وني( ۱۵-۲۰) کاله وروسته په مکمل ډول سره ميوه نه ورکوي په حاصل کي کموالی راځي ، د پستي توليد همدارنګه د تيز باران ، باد ، زيات حرارت ، زياته يخني ، اويا ډيره خوشکي ترتاثير لاندي راولي.

ابيـــــــاري :

د پستي بوټي زياته تنده نشی برداشت کولی نو ددي لپاره کافي اندازه اوبو ته ضرورت دی ، خوکه وغواړو چي ددغه نبات څخه په خپله خاوره کي په اغظمي ډول ګته واخلود نورو زراعتي عملياتو څخه علاوه بايد ورته د اوبولوسيسټم په لاندي ډول ترتيب اوتنظيم شي

په دوؤيا دريو لومړنيوکلونوکي بايد په( ۷-۱۰ ) ورځو کي يو ځل اوبه ورکړل شي او دريم کال څخه وروسته په مياشت کي ورته يوځل اوبه ورکولی شو.

د سرو استعمال : لکه څرنګه چي د پستي وني د ژورو ريښو لرونکي دي نو د ځمکي دژورو برخو څخه ځانته اوبه اوغذائي مواد جذبوي.

پيسته په بطي شکل وده کوي نوپه زياته اندازه نايتروجني سروته اړتيا نه لري د پسرلي په وخت کي بايد دارنګه ۱۰-۱۰-۱۰ N P K ورکړل شي کفايت کوي.

د کرلو ډيزاين: د پستې زياتره تجارتي باغونه د کاليفورنيا په ايالت کې د مربع او مستطيل په شکل جوړ شوي دي ، د پيستې د ونو تر منځ فاصله ۱۱x ۳۰ فټه په اندازه سره ده ، او ۷x ۵ متره کي هم کرلی شو.

روزنه او شاخبري

شاخبري د تجارتی ډولونو لپاره ډیره مهمه ده ځکه چه د وني قد کنټرولوي ، او وني ته مناسب چوکاټ او شکل ورکوی ، د پستې نيالګي د –

Open center system   يا Modified leader system سره روزل کيږي ، د ښايسته چند جوړولو لپاره په اولني (٥) پنځو کلونو کې ټرایننګ ډېر ضرور دى ، د جانبي ودې د تشويقولو لپاره بايد پورته برخه قطع شي ، تر څو ونه ډېره لوړه نه شي ، که چېرته ټرایننګ ونه شي نو په بوټو کې به اوږده کمزوري ښاخونه رامنځته کيږي ، او ونې ته بد شکل ورکوي او په حاصل کې يې کموالى رامنځته کيږي.

د پستې په نيالګيو کې شاخبري د لاندي وظايفو لپاره تر سره کيږي:

د ونو ترمنځ ګڼه ګوڼه کموي ، د ونو چترۍ ته د زياتې رڼا د ننوتلو لپاره زمېنه برابروي ، د ونې د توليد ظرفيت لوړوي ، د ناروغيو د احتمالي ظرفيت د کمولو لپاره د هوا جريان ته د نفوذ اجازه ورکوي ، د مېوو انکشاف ته وده ورکوي ، د فصل او ونې ظاهري بڼه ښايسته کوي.

حاصل ټولونه

مېوه په هغه وخت کې راټوليږي ، کله چې د زړي څخه پوټکى په مناسبه اندازه لرې شي نو وروسته ددې نه په وړوکي ټکان سره کېداى شي چې زياتی پخي د پيستي زړي راوغورزیږي ، يوه کافي پخه ونه کېداى شي چې ۵۰ پونډه بې پوټکو مېوه ورکړي ، او د غورځېدو نه بعد بايد زر د زړي پاخه پوټکي لرې شي تر څو د مېوې د زخمي کېدو څخه مخنېوى وشي ، د زړو د صفايي لپاره لومړى بايد پوخ لرونکي مېوه په اوبو کې واچول شي تر څو ښه نرمه شي او بيا به يې لمر ته خواره کړي تر څو ښه وچ شي.

يو مېتود بې پوخه زړي ته د مالګې ورکونې دا دى چې د پستی زړي د مالګې په محلول کې جوړ شي د څو دقېقو لپاره او بيا يې وچوي او ذخېره کوي يې ، که چېرې په پلاستيکي بېکونو کې ذخېره شي پسته د ٤-٦ هفتو پورې په ثلاجي يا ریفریجریټر کې مقاومت کولاى شي ، که چېرې يخ وی د مياشتو لپاره مقاومت کولی شي .

تولـــيد

د F A O ٢٠٠٢ کال د راپور په اساس د ١٨ ملکونو څخه ۵۷۱،۱۵۰ مټریک ټنه چې د ١،٢ ميليون پونډه پسته کيږي چې د ١،١ ميليون ايکړه ځمکې څخه لاسته راغلي ، په نړېواله سطحه په اوسط ډول د یو اېکړ ساحې څخه ١٠٥٠ پونډه د پستې مېوه توليديږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *