تاند: د پيسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف تایید کړه چې پاکستان ته به دریو کلونو کې په قسط وار ډول شپږ ملیارده ډالر پور ورکړي.
د پیسو نړیوال صندوق ویاند ګیري رایس په ټویټر لیکلي، د پيسو نړیوالې ادارې رهبرۍ شورا پاکستان سره د اقتصادي مرستې په خاطر دریو کلونو کې د ۶ ملیارده ډالرو پور ورکولو ته حاضره شوې ده.
بلخوا د پاکستان د حکومت اقتصادي سلاکار عبدالحفیظ شیخ هم تایید کړې چې د پيسو نړیواله اداره ورته ۶ ملیارده ډالر پور ورکولو ته چمتو شوې ده.
پاکستان په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او ډېر امکانات یې شته چې له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ له کبله اکتوبر میاشت کې تور لیست ته واچول شي.
