تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د پښتون ژغورنې د غورځنګ مهمه غړې ګلالۍ اسماعیل د پاکستاني پوځ، استخباراتو او پولیسو د پرله پسې چاپو او زندانې کولو له ډاره امریکا ته پناه وړې ده.
ګلالۍ اسماعیل په ټولنیزو شبکو خپاره کړي پیغام کې تازه ویلي، چې هغه د پاکستاني پوځ له لاسه امریکا ته راغلې او پناه به واخلي.
نوموړې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، امریکا ته د هوايي ډګر له لارې نه ده راغلې: (( نور معلومات نه شم ورکولی، زما له کبله ډېرو خلکو ته په پاکستان کې د سر خطر پېښېدای شي.))
بلخوا د اغلې اسماعیل په تړاو د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور چارلز شومر نیویارک ټایمز ته ویلي، دی به هڅه وکړي چې ګلالۍ اسماعیل ته پناه واخلي: (( زه پوهېږم که ګلالۍ اسماعیل پاکستان ته ستنه شوه، نو وبه وژل شي.))
ګلالۍ اسماعیل چې پولیسو به یې بیا- بیا پر کور چاپې وهلې او یو ځل یې تر اوږدې مودې زندان کې هم ساتلې وه، له راخوشې کېدو وروسته ډېره موده پټه وه.
پاکستاني استخباراتو پر ګلالۍ اسماعیل تور درلود چې دغه فعاله غواړي خلک د پوځ پر ضد وپاروي او له همدې کبله یې څه موده زندان ته هم اچولې وه.
دغه راز د ارمان لوڼي د وژل کېدو په غبرګون اسلام اباد کې د لاریونونو را ایستلو له کبله نوموړې بیا پولیسو ونیوه چې دا ځل له راخوشې کېدو وروسته بیا ونه لیدل شوه.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د پي ټي ایم د غړو د نیولو او ځورولو کار ته مخه کړې او ګواښ یې کړی چې دغه غورځنګ به د زور له لارې وځپي.
دغه غورځنګ چې د پاکستان د ترهګرۍ او پښتون وژنې پر ضد غږ پورته کوي ګڼ مشران او مهم غړي یې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې اچول شويدي