د طالبانو لپاره د قطر د دفتر په پرانستو کې د افغان حکومت په حاشیه کې پاتې کېدل ځینې هغه رازونه راسپړي، چې فکر کېږي افغان حکومت له دې وړاندې په قصدي یا غیر قصدي ډول له رسنیو پټول. که څه هم خوشباوره کابل فکر کاوه د ټول بهیر کیلي یې په لاس کې ده، خو معلومېږي، کابل تېر اېستل شوی او لا هم تېر اېستل کېږي.

د امنیتي واک د لېږد په پېنځم پړاو کې ولسمشر کرزي د نورو مسایلو ترڅنګ هغه طالب کورنیو ته هم خواخوږي وویله، چې په تېرو دولس کلونو کې په افغان جګړه کې وژل شوي او یا یې کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د ولسمشر کرزي منطق او استدلال داو، چې دغه طالب جنګیالي غولول شوي وو او یا ګویا په زور په جګړه کې د ځینو کړیو له خوا استعمال شوي دي.

مګر له همدې پېښې دوه ورځې وړاندې هغه مهال چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د سترې محکمې مخې ته وچاودېد تر ۴۰ زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او ولسمشر یې په غندنه کې وویل، چې موږ پوهېږو دا د چا کار دی او په طالب څوک دا کار کوي. باید طالب ترې ځان بېل کړي.

له دې خبرې سترګې نشي پټېدای، چې طالب ګروګان دی او په ځانګړي ډول د هغو طالبانو کورنۍ دا مهال د ای ایس ای په ولکه کې دي او یا یې تر څار لاندې سیمو کې دي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو ښکاري.

خو د موضوع تاکید پدې دی، چې له ګروګانې ډلې سره باید افغان حکومت څنګه چلند وکړي؟ افغان دولت تل پدې خبرې ځان ډاډه کړی دی، چې یو څو طالب استازو ورته په پټو او مخفي لیدنو کې ویلي، چې ځانمرګي د دوی کار ندی او تر پېښو وروسته مسوولیت دوی نه، بلکې د دوی په نوم د استخباراتي کړیو کار دی.

دا ډېره واضح خبره ده، خو د قطر د دفتر پېښه ښیي، چې د ډېرو نورو پېښو په شان پټې لیدنې هم د نورو استخباراتي کړیو په اشاره ترسره کېږي او لاسي او په پلان شوي ډول دا اجنډا هم د تطبیق په حال کې ده.

د امریکا په اشاره طالبان په قطر کې سولې ته رابلل او وروسته د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې چې ګویا دا کار د دوی وو، سوال نه پاتې کېږي، چې طالب دې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه نه کوي، حکومتي مامورین دې نه وژني او ورپسې دې د پېښې د مسولیت اخستلو کار هم د همدوی نه وي؟

د اوسني نظام رهبریت ډېر وخت په خوشبینۍ سیاست کوي، مګر سیاست د خوشبینۍ کار ندی او نه په خوش بینۍ افغانان له روان ناورین بچ کېدلای شي.

د افغانستان د رسنیو په مرکز کې د ولسمشر ویاند ایمیل فیضي هند ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل. په هغه ورځو کې د کابل د شاه شهید او له هغې وړاندې په جنوب کې یوې بلې خونړۍ چاودنې د لسګونو افغانانو ژوند اخیستی وو. خبریالان ډېر قهریدلي پدې ښکارېدل، چې هلته طالب د لسګونو افغانانو د وژنې مسوولیت اخلي، مګر دېخوا افغان حکومت وایي، دا د طالب کار ندی؟ هر خبریال همدا پوښتنه یو په بل پسې په بېل ډول تکراروله؟

خو د اېمیل فیضي تاکید همدا و، چې طالب او د حزب اسلامي سوله خوښو کړیو له موږ سره په پتو مذاکراتو کې منلې، چې دا کار د دوی نه، بلکې د دوی په نوم د ګاونډیو د استخباراتو دی.

د یو بل خبریال تعقیبي پوښتنه داوه، چې که طالبان دا کار نه کوي، نو د دوی له ادرسه خپرېدونکي برېښنا لیکونه او د پېښې مسوولیت پرغاړه اخیستل څه معنا لري؟

ښاغلي فیضي د افغان حکومت یو هغه دلیل چې د دوو په منځ کې د را ایسار حالت معنی لري وړاندې کړ، که موږ طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه منو او یا مو منلي دي او د هغوی له ادرسه بېرته د پېښې د مسولیت ردول ومنو، نو بیا څه پاتې شول، خو طالب هم همدا غواړي، چې د یوې سیاسي ډلې په توګه مطرح شي. همداسې ده، که یې افغان حکومت نه مني، باید ولس وغولوي او که یې مني، نو د طالب هدف پوره کېږي او دا د هغوی په رسمیت پېژندل دي.

دا حالت ښیي، چې له طالب په دوه حوزو کې کار اخستل کېږي؛ له یوې خوا پرې بهرنۍ کړۍ بریدونه ترسره کوي او له بلې خوا یې په نوم مسوولیت خپروي او که د مسولیت رد خپور هم شي، نو افغان حکومت یې نه مني، همدلته ده، چې په طالب هم د سولې پټ مذاکرات پر مخ وړل کېږي او هم پرې روانه جګړه ګرمه ساتل کېږي.

له طالبانو سره د افغان حکومت پټ مذاکرات هم د بهرنیو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو استخباراتو له اجازې او اجنډا پرته ځکه امکان نه لري، چې له دې وړاندې هم په ورته ډول د کوټې دوکاندار د سولې له عالي شورا میلیونونه ډالره یوړل. هغې ډرامې چې امکان درلود ددې ډرامې امکان هم نشي ردېدای.

ورسره د بهرنیو چارو وزارت هم په تاکیدي ډول د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې په هغه هېواد کې هغه طالب مشران باید خوشي شي، چې په سوله کې یې هڅې د نظر وړ دي.

فکر کېږي دا یوه بله استخباراتي معامله وي، چې افغان حکومت تېر اېستل کېږي او یوازې دا ډرامه د وخت له اړولو پرته د بل څه لپاره نده. ددې ادعا دلیل دادی چې پاکستان غواړي افغان جګړه ددې لپاره وغځوي، څو په افغانستان کې د امریکا او متحدینو مالي ځواک په ملا مات کړي او د قطر دفتر د امریکا په مرسته پرانستل ددې ادعا بل ثبوت دی، چې اوس امریکا له افغانستان څخه د پښتو اېستلو لاره لټوي او طالب په یو بل نوم بېرته افغانستان ته راولي.

ورسره بله پوښتنه داده چې له پاکستاني زندانونو خوشي شوي طالب استازي څه شول؟ خو لا هم افغان حکومت د نورو طالب بندیانو د خوشي کولو ټینګاري غوښتنې کوي، د دوی په اړه خو ډېری راپورونه دادي چې دوی بېرته د جګړې لیکو ته ور ستانه شوي او پاکستان دا کار هم د افغان حکومت په واسطه ترسره کړی دی.

له دې هم سترګې نشي پټېدای چې طالب ددې وطن سړی دی او د یو افغان په حیث پدې خاوره کې د اوسېدو حق لري. ګویا د طالب له راتګ سره داسې احساس نشي چې د شمالي ټلوالې په شان د هغوی له راتک سره مخالفت لرم. د طالب له راتګ سره مخالفت نشته، خو د راتګ له نوع او ډول سره یې سرو کار ځکه دی، چې همدوی په تېرو دولسو کلونو کې افغان ان د عادي افغانانو په وژنه بسنه ونکړه، مګر نن چې له امریکا سره ناست دي او د ډالرو کڅوړې یې پرې ور خلاصې دي هېڅ خبره نشته؟
نه د سولې اوسنی امریکایي بهیر د افغان حکومت په داخل کې اغېزمن دی او نه به په قطر کې اغېزمن وي. په کابل کې د سولې عالي شورا شاوخوا درې کاله له امریکا او بریتانیا پیسې اخلي او په طالبانو یې وېشي، مګر دا لوبه بیا په قطر کې په یو بل ډول ده. هلته د طالبانو یو څو مشرانو له امریکا د پیسو اخیستو ته چینل خلاص کړ او د ډالرو کڅوړې به خپلو پلویانو ته ورلېږي.

افغان حکومت پرون هم د پټو مذاکراتو په نوم مصروف وساتل شو او نن به هم یوه ډله بیا پدې نوم د ارګ په دروازو کې ولاړ وي، چې د قطر، کوټې شورا او وزیرستان له طالبانو بېل دي. کوټلی او غښتلی سیاست به مو پدې لوبه کې له بایلات ژغوري.
له محور ورځپاڼې په منننې.

2 thoughts on “د پټو مذاکراتو ډرامه / شریف افغانمل”
  1. أي زما ساده ورونو داطالبان دامريكامزدوران وه أودي تاسي دل مباركي گيري وگوري زياتره دپاكستان فوزيان دي چي داسي أصولي جوردي

  2. yawa anetka kho da da che da aks ke walaar che de da tolo sonda nasona de….da de sa malomezhe che pakistan ke sha araam prata de aw afghanistan ke da khlago da wazhano hukmona kawe

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *